fbpx

سېف علي خان څنګه کرينه کپور واده ته راضي کړه؟

د هندي فلمونو نوموتې ستورې او د سېف علي خان مېرمن کرينه کپور له هندي رسنيو سره دا خبره شريکه کړه، چې څنګه ورته سېف علي خان د واده وړانديز وکړ او دې هم ومانه.

نوموتې ستورې کرينه کپور د مشهور فلم جوړونکي کرن جوهر په خپرونه ((کافي ود کرن)) کې ګډون وکړ او هلته يې وويل، چې دا او سېف علي خان په ((يونان هېواد)) کې د ((ټشن)) فلم په ((چهليا چهليا)) سندرې ريکارډ کولو لګيا و. هغه مهال کرينه کپور د سندرې په ريکارډ کې لګيا وه او سېف علي خان يوې خواته ناست و، بيا سېف علي خان ناڅاپه راپاڅېد او د کرينه کپور خواته راغى او ورته يې وويل:

((واوره! راځه چې واده وکړو، زه غواړم چې له تاسره واده وکړم، دغه نږدې کليسا ته ځو او هلته هم نن واده کوو.))

کرينه کپور وويل، چې کله سېف علي خان ورته په داسې ناڅاپي ډول د واده وړانديز وکړ، نو هغه ډېره حېرانه شوه او ورته يې وويل: ((ته لېونى شوى خو نه يې؟)) چې سېف علي خان ورته په ځواب کې وويل، چې زه د هېڅ شي پروا نه لرم، بس غواړم چې له تاسره واده وکړم او موږ دواړه خپل ټول ژوند يو ځاى تېر کړو، اوسمهال پرته له دې کاره ماته نور هېڅ نه ښکاري.

دا هم ولولئ: افغانې هنرمندې د فلم د غوره ښځينه لوبغاړې جايزه وګټله

کرينه کپور په خپرونه کې زياته کړه، چې کله يې د سېف علي خان دا خبرې واورېدې، نو يې احساس کړه، چې دا د چا په تمه وه، هغه همدا کس دى. هغه زياتوي چې سېف علي خان ورته له مخکې د خپل تېر واده او خپلو ماشومانو په اړه ويلي و، هغه ورته ويلي و چې دوه ماشومان لري، چې ډېر پرې ګران دي.

کرينه کپور وايي، چې له دې وروسته يې د سېف علي خان د واده وړانديز ومانه، او اوس فکر کوي چې دا يې د ژوند تر ټولو ښه پرېکړه وه، چې له سېف علي خان سره يې واده وکړ، ځکه دوى اوس ډېر خوشحاله ژوند لري.

ياده دې وي چې په ((ټشن)) فلم کې د سېف علي خان او کرينه کپور تر څنګ اکشى کمار او انيل کپور هم کار کړى و، دا فلم په ٢٠٠٨ کال کې نندارې ته وړاندې شوى و او جوړونکى يا لارښود يې ويجى کرشنا اچاريه و، چې فلم يې ناکامه شوى و.