The news is by your side.

تالبانو له دریم ګاونډي هېواد سره سخته جګړه وکړه

خبريال ويب پاڼه/خغدا به دريم هېواد وي چې تالبان ورسره سرحدي نښته کوي.
د مالوماتو له مخې کله چې تالبان واک ته رسيدلې نو دا دريم ګاونډی دی چې تالبان ورسره په جګړه کيږي په نیمروز کې د افغان مسافرينو له زورولو وروسته چې ايرانيانو افغانان وزورول تالبانو ورسره درته نښته وکړه پرهمدې مهال يې له پاکستان سره هم د اغزن تار لګولو پر سر نښتې کړې خو دادی له دریم ګاونډي سره يي هم جګړه پيل کړه.
د تازه مالوماتو پر اساس د تالب ځواکونو او ترکمنستان سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته رامنځته شوې.
هلال بلخي د جوزجان‌ ولايت د اطلاعاتو کلتور سرپرست رئيس ويلي چې د ترکمنستان پوله ساتو ځواکونو درې ورځې وړاندې يو ملکي وګړی وژلی او بل يې سخت وهلی وو.
خو کله چې نن د دې قضيې د څېړلو لپاره نن تالبان سرحدي ولسوالۍ خم اب ته ولاړو د ترکمنستاني ځواکونو له غبرګون سره مخ شول او جګړه رامنځته ته شوه.
د ده په خبره کله چې ترکمنستاني ځواکونو ډزې وکړې تالبانو پرې مقابلي ډزې وکړې
تراوسه پورې د دې پيښې پوره جزيات نشته او نه هم د تلفاتو په هکله څه ويل شوي.
ايران پاکستان او اوس ترکمنستان هغه هېوادونه دي چې تالبانو په خپله څلور مياشتنۍ دوره کې ورسره جګړې کړې او اوس يې هم اړيکې تر يو بريده خرابې دي

Comments are closed.