fbpx

پاکستان ادعا کړې چې د هند دوې الوتکې يې په نښه کړې

 

هرساعت وروسته داسې انګېرل کیږي چې د پاکستان او هندستان ترمنځ دي درنه جګړه پیل شي دواړو هېوادونه یو پربل تور لګوي چې پر کنټرول کرښه له هوکړو سرغړونه کوي.

د پاکستان پوځی ویاند اصف غفور وايي یوه الوتکه د پاکستان واکي کشمیر او بله الوتکه د هندستان واک کشمیر کې غورځول شوې او یو هندی پیلوټ يې هم نیولی.

تراوسه هندي حکومت د خپلو الوتکو غورځیدو په هکله څه نه دي ویلي

په ورته مهال د رویټرز خبرې اژانس خبر ورکړی چې هندي چارواکو ویلي درې پاکستانۍ الوتکې د هند فضا ته ننوتلې خو ددوی له عکس العمل وروسته مجبورې کړل شوې چې ددوی له حریم څخه ووزي، یوه هندي اژانس هم په دې تړاو راپور ورکړی.

تیره شپه هندي پوځیانو پر کرښه پر شکمنو ځایونو ډزې کړي چې په وینا يې مقابلي ډلې ته يې ځاني او مالي زیان يې ورته د راپورنو له مخې په دې ډزو کې ۱۵کسه ته مرګ ژوبله اوښتې.

یو شمېر نور دولتونو له دواړه هېوادونو څخه د زغم غوښتنه کړې خو داسې فکر کیږي چې هرساعت حالت ترینګلي کیږي او ددې خطر موجود دی چې د دواړو لوریو ترمنځ درنه جګړه رامنځ ته شي.