fbpx

سوله که ساعتېري

۴۰ کاله کېږي چې په هېواد کې وینه بهېږي، میلیونونه هېوادوال شهیدان، ټپيان، معلول، میندې بورې او خویندې کونډې شوې، د سولې هڅې له یوې نیمې لسیزې راپدېخوا روانې دي، خو د سولې عالي شورا په نوم چې کوم دفتر پرانیستل شوی، په اصل کې د سولې لپاره هیڅ اراده نه لري او نه يې هم په وروستۍ نږدې یوه نیمه لسیزه کې هیڅ لاسته راوړنه لرلې ده.

د سولې څخه یو بیزنس جوړ شوی دی، کله به ټول اندونیزیا ته روان وي، کله به ایران ته روان وي، کله به پاکستان ته روان وي او کله به د نړۍ نورو نورو ملکونو ته روان وي، دغه خلک چې له ګټې يې تاوان ډېر دی پرته له فېسبوکي انځورونو هیڅ لاسته راوړنه نه لري. د سولې عالي شورا مسؤلین چې خپله ښه په مزو کې دي او زرګونه ډالره معاش اخلي، خارجي چکرونه وهي، که سوله راشي بیا دا خلک څوک څه کوي.

د یو ولایت د سولې ولایتي کمېټې د ريیس په خبره چې ماته کله په خپل ولایت کې د سولې ولایتي دفتر مسؤلیت وسپارل شو، نو سمدلاسه مې د ځینو محلي سرچينو څخه استفادې په خپل ولایت کې د طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې، د خپلو پرمختګونو او لاسته راوړنو راپور مې د مرکز سره شریک کړ، له هغې ځایه راته د سولې عالي شورا یو لوړپوړي کس وویل: ((نه مولوي صاحب داسې  ونه کړې، که سوله راشي، بیا به موږ ته دا دومره زیات ډالري معاشات څوک را کوي.)) مولوي صاحب ویل زړه مې مات شو او راته معلومه شوه چې د سولې په سپېڅلې پروسه کې داسې خلک شته چې نه غواړي سوله راشي او له اوسنیو پرېمانه امتیازاتو بې برخې شي.

دا هم ولولئ: افغان سوله! يو خوب، يو خيال، که يو رښتينى واقعيت؟

د سولې عالي شورا هیڅ اېجنډا نه لري، تر ډېره بریده په کې داسې خلک راټول شوي چې د طالبانو سره خو لا څه چې د خپل کلي سره اړیکې نه لري، نو په داسې وخت کې به سوله څنګه راشي؟

زه چې د سولې عالي شورا بې کفایتۍ او د پلان نه شتون ته ګورم او بیا د دوی خارجي پرلپسې له مزو ډکو سفرونو ته ګورم، په خدای قسم چې سخت شرمېږم، دا خلک یوازې د فېسبوکي انځورونو او خپلو تفریحي سفرونو شوقیان دي، نه د افغان سولې د راوستو.

ما د سولې عالي شورا لخوا تېر کال په یو ۷ ورځني سیمینار کې ګډون وکړ، دغه ۷ ورځنی سیمینار د یوې موسسې لخوا تمویلېده، د پرګرام  له اېجنډا يې مصارف بې حده زیات پورته و، بیا مو هلته د پروګرام له یو سپانسر پوښتنه وکړه، ویل يې: ((موږ دغه هوټل د  ۱۴ ورځو لپاره کرایه کړی، دوی به موږ ته د غونډو ځایونه برابروي او زموږ ټول پرسونل ته به ډوډۍ تیاروي.)) په دغه ورکشاپ کې د ۱۸ ولایتونو د سولې ولایتي دفترونو مسؤلینو او غړو ګډون درلود، چې د دوی له اونیز سیمینار وروسته د پاتې نورو ولایتونو د سولې ولایتي دفترونو د مسؤلینو سیمینار پيلېده، ایا پوهیدئ چې په دغه ټولټال ۱۴ ورځني ورکشاپ څومره لګښت وشو، نه، په دغه ورکشاپ په کاغذونو کې نږدې ۱۸ لکه ډالره لګښت وشو، اوس نو راشئ چې د سولې عالي شورا د یو ورکشاپ لګښت ۱۸ لکه ډالره وي نو ګټه به يې څومره وي؟ په خواشینۍ؛ هیڅ ګټه يې ونه لرله.

دا مې یوه بېلګه یاده کړه، داسې ډېر پروګرامونه به د سولې عالي شورا لخوا په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې شوي وي.

پېغام مې د سولې عالي شورا او ټولو هغو چارواکو ته دا دی چې نور د ملت په سرنوشت سوداګري ونه کړي، په رښتینې معنا د سولې لپاره کار وکړي، څو نوره وینه تویه نه شي او نه د چا کورنۍ د ویر په ټغر کېني.

ليکوال : امین علیزی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

ليکنه د ليکوال خپل نظر دى، لازمه نه ده چې د خبريال اداره دې ورسره همغږې وي. تاسې هم کولاى شئ چې موږ ته مو خپلې ليکنې د خپراوي لپاره راولېږئ. زموږ برېښناليک: khabarialweb@gmail.com