The news is by your side.

پټه یارانه: پاکستان کې یوې ښځې خپل خاوند د بل په سر قتل کړی

خبریال وېب پاڼه: د پاکستان په کراچۍ ښار کې يوې ښځې د خپل بل نارینه ملګري په مرسته خپل خاوند ( مېړه ) وژلی دی.

ښځه نجما نومېږي او دا کار یې وړمه ورځ ترسره کړی دی.

پولیسو یاده ښځه نیولې او له هڅو وروسته یې په خپل جرم اعتراف هم کړی.

پولیس وایي، چې نجما د کمال خان په نوم یو بل یار درلود او د هغه په مرسته یې خپل خاوند ( مېړه ) قتل کړی دی.

د پولیسو په خبره ښځه لومړی د پېښې له ځایه تښتېدلې وه،خو وروسته پولیسو ونیوله.

نجما پولیسو ته په کړي اقرار کې ویلي، چې هغې له خپل خاوند نه بېل ژوند کاوه او هغه یې وروسته له هغه وواژه کله یې چې خپل کورته بلنه ورکړه.

نجما ویي: (( خپل خاوند مې کور ته را وباله ، په سر سر مې وواهه بیا مې زندۍ کړی او بیا مې قتل کړ)).

د وروستیو راپورونو پر اساس دا پېښه د کورني تاوتريخوالي پر اساس رامنځته شوې ده.

پولیس وایي، مقتول ۹ اولادونه هم لري.

د یادونې ده، چې په پاکستان کې فحشاء او پټې يارانې سختې زیاتې دي او د ډېرو په باور دا ډول وژنې وروسته له هغې کېږي، کله چې مېرمن بل سړی خوښ کړي.

Comments are closed.