fbpx

پاکستانيان هند ته سرټيټي، خو پي ټي ايم ګواښي

پاکستان چې ځان ته په نړۍ کې يو قوي پوځي قوت وايي، خپل تر ټولو زيات زور يې په پښتنو ازمايلى دى او پاکستاني جنګي الوتکو تر ټولو زياتې د پښتنو سيمې بمبار کړي دي. د اېم کيو اېم د مشر الطاف حسېن په وينا، چې د پاکستان پوځ د پښتنو کورونه بمبار کړل، ويډيوګانې يې جوړې کړې او له امريکا يې پرې پېسې اخيستې، چې ګوا کې ترهګر يې وژلي دي.

خو تېره ورځ چې کله هندي الوتکو د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير او په پاکستان کې دننه د ترهګرو پر مرکزونو بريدونه وکړل، نو له هغه وروسته که يوې خواته دا خبرې تودې شوې، چې پاکستان د هند پر وړاندې څومره زور لري او ولې يې ځواب ورنکړ، نو بلخوا په پاکستان کې مېشتو پښتنو پر پاکستاني پوځ سختې نيوکې وکړې او وې ويل چې د پاکستان پوځ يوازې د پښتنو بمبار ته تکړه دى او تل يې پښتنې سيمې بمبار کړي دي، خو کله چې د هند سره د جنګ خبره راغله، نو جنګي الوتکې يې زنګ شوي دي او الوتلى نه شي.

دا هم ولولئ: پاکستانيان: پوځ او حکومت په شرمونو وشرمولو

که څه هم نن د پاکستان پوځ ادعا وکړه، چې درې هندۍ جنګي الوتکې يې ويشتي دي، خو هند وايي، چې پاکستانۍ الوتکو هڅه کوله چې د پولې څخه هند ته واوړي، خو هند ورته سخت ځواب ورکړى او د پاکستان يوه الوتکه يې بېرته ويشتې ده.

منظور پښتين
دا انځور پاکستانيان په ټولنيزو رسنيو کې خپروي، چې پرې ليکل شوي دي چې نور بايد منظور پښتين ووژل شي

خو تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې پاکستان هند ته سرټيټى دى، خو پښتون ژغورنې غورځنګ او د دغه غورځنګ مشر منظور پښتين ګواښي، که يوې خواته په رسمي ډول پاکستاني پوځ وګواښل، نو بلخوا پر پاکستان د هند د بريد نه وروسته په ټولنيزو رسنيو يو ځل بيا د منظور پښتين پر ګواښل کېدو پاکستانيان شخوند وهي.

کله چې هند پر پاکستان بريد وکړ، نو پر پاکستاني پوځ سختې زياتې نيوکې پيل شوې، خو پاکستانيان پر ځاى د دې چې د هند پر ضد تبليغات وکړي، يا هم له هنده د بدل اخيستو هڅه وکړي، په ټولنيزو رسنيو د منظور پښتين پر ضد تبليغات پيل کړل، زياتو يې آن تر دې پورې وليکل، چې د منظور پښتين د وژلو وخت رارسېدلى دى.

دا هم ولولئ: چين او روسيې د پاکستان پر ضد د هند ملاتړ وکړ

زيات شمېر پاکستانيانو ليکلي دي، چې منظور پښتين د افغانستان، هند او امريکا جاسوس دى او د پاکستان پوځ ته پکار دي چې نور يې ووژني، يا يې هم له هېواده وشړي، دوى وايي چې د پاکستاني پوځ پر ضد د خلکو کرکه ده راپارولې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ چې تل يې سوله ييزه مبارزه کړې، د عدم تشدد لار يې خپله کړې او آن چې پاکستاني پوځيانو پرې ډزونه هم کړي، خو دوى يې په ځواب کې د عدم تشدد لار خپله کړې ده، د پاکستان پوځ يوازې بې وسلې پښتنو ته تکړه دى.د هندي پوځ الوتکه

پاکستان چې څومره غړمبېږي، دومره ورېږي نه، ځکه چې د پاکستان پوځ تل د هغه خلکو پر ضد جنګېدلى دى، چې د دوى تر کنټرول لاندې و، که په ١٩٧١ کې يې بنګاليان ووژل او که له هغه راوروسته پښتانه وژني، خو که کله هم د هند پر وړاندې خبره راغلې ده، نو پاکستان ماته خوړلې ده او آن يو ځل خو ٩٢ زره پاکستاني پوځيان هند ژوندي هم نيولي و.

دا هم ولولئ: هند کولى شي په ٢٠ اټومي بمونو پاکستان د نړۍ له مخه ورک کړي

هند چې پر پاکستان بريد وکړ، نو د نړۍ هېڅ هېواد دغه بريد ونه غندلو، آن د پاکستان نږدې دوست چين هم دغه بريد ونه غندلو او لامل يې دا ښوول شوى دى، چې د پاکستان نږدې ملګري هېوادونه هم غواړي چې ترهګري دې له منځه لاړه شي، نو ټولو خلکو په دغه بريد باندې ځان غلى ساتلى دى او يو ډول خوشحالي يې پرې کړې ده.

ليکوال : بريالى زمرى