fbpx

پاکستان هند ته سرټيټى، خو افغانستان ته سرې سترګې ولې؟

له کله راهيسې چې په پاکستان کې نوى حکومت راغلى دى، له هماغه ورځې راهيسې پاکستان په دې هڅه کې دى، چې له هند سره خبرې وکړي، خو هند تل منفي ځواب ورکړى او ورته يې ويلي، چې تر څو يې ترهګري نه وي ختمه کړي، تر هغې ورسره خبرې نه شي کولاى، خو له پاکستان سره يې بيا رويه برعکس ده.

تېره ورځ چې پر هندي پوځيانو بريد وشو، هند يې پړه پر پاکستان واچوله، د پاکستان لومړي وزير ورته بيا د خبرو وړانديز وکړ، هند پر پاکستان کې د جېش محمد کېمپ باندې بريد وکړ، تر ٢٠٠ زيات ترهګر يې ووژل، د پاکستان لومړي وزير د خبرو وړانديز وکړ. وروسته پاکستان دعوه وکړه چې د هند دوه جنګي الوتکې يې راغورځولي، يو هندي پايلوټ يې نيولى، خو نن به دغه هندي پايلوټ د دې لپاره پرېږدي، چې هند سره خبرې وکړي او له جنګ تېر شي، خو هند لا هم خبرو ته اماده نه دى.

پاکستان په تېرو څو ورځو کې له امريکا نيولې، بيا د ډېرو لويو هېوادونو له بهرنيو چارو وزيرانو سره ټيليفوني خبرې وکړې او ټولو ته يې همدا زارۍ وکړې، چې د هند له جنګه يې وساتي او زور دې پرې راوړي، چې له دوى سره خبرې وکړي.

دا هم ولولئ: هند کولى شي په ٢٠ اټومي بمونو پاکستان د نړۍ له مخه ورک کړي

خو که خبره بيا د افغانستان راشي، نو همدغه خلک، چې په سيمه کې د سولې او امن خبرې کوي، د افغانستان په بابله بيا يوازې د جنګ خبرې کوي، يوازې د زور خبرې کوي، يوازې د ورانۍ خبرې کوي، يوازې د تباهۍ خبرې کوي او هېڅوک نشته چې پوښتنه ترې وکړي، چې دا ولې؟

په کابل کې د پاکستان سفير څه ورځې مخکې ويلي و، چې په تېر ٢٠١٨ کال کې يې افغانانو ته خوا و شا ٧٤٠ زره وېزې ورکړي دي، چې لوى ريکارډ دى او تراوسه يو هېواد هم د بل هېواد خلکو ته دومره زياتې وېزې نه دي ورکړي.

که تاسې د تورخم او چمن لاره وګورئ، نو په ساعتونو ساعتونو پکې خلک ولاړ وي، بې عزته کېږي، وهل کېږي، خو دوى پاکستان ته اوړي، همدا راز کله چې په سفارت يا کونسلګرۍ کې وېزه هم ترلاسه کوي، ډېر په شرم او وهلو ټکولو نه وروسته وېزه ترلاسه کوي، خو بيا هم په دومره لوى شمېر خلک د پاکستان وېزو ترلاسي ته ورځي.

دا يوازې هغه خلک نه دي چې د مجبورۍ نه پاکستان ته ځي، بلکې په دې کې زيات شمېر د هغه خلکو دى، چې د مستۍ لپاره يې دا بې شرمي او بې آبي په ځان منلې ده، موږ په دې پوهېږو چې په افغانستان کې دولتي چارواکو په ډېرو برخو کې خپل کارونه په سمه توګه نه دي ترسره کړي، حکومت د خدماتو په وړاندې کولو کې پاتې راغلى دى، خو دغه لوى شمېر خلک چې بې د څه ضروري کاره پاکستان ته ځي، دا تر ټولو ټيټ او بې شرفه خلک دي.

دا هم ولولئ: پاکستان هند ته سر ټيټ کړ، پر ترهګريزه ډله بندېز لګوي

د پنځه زره کلن تاريخ درلودونکي هېواد ته چې نن پاکستان سرې سترګې کېږي او له تېرو پنځوس کلونو راهيسې په افغانستان کې ترهګري کوي، افغانان يې ووژل، هېواد يې وران او ويجاړ کړ، د دې لامل دا دى چې افغانانو د دې پر ځاى چې د دښمن پر وړاندې ودرېدلي واى، د دښمن په صف کې د خپل ورور د وژنې لپاره ودرېدل.

دا کيسه چې همداسې دوامداره ده، لامل يې دا دى چې په ميليونونه افغانان په پاکستان مېشت شول او نه يوازې مېشت شول، بلکې چې د هند او پاکستان د جنګ خبره راغلې ده، تر ټولو مخکې همدوى افغانانو پاکستان ته سينه ډبولې، چې دوى به له هند سره وجنګېږي.

پاکستان چې موږ ته سرې سترګې کېږي، لامل يې دا دى چې هند پر پاکستان کې بمباري وکړه، نو په پنجاب کې هېڅوک له کوره راونه وتلو او نه يې دا خبره کړه چې د هند پر وړاندې جګړې يا جهاد ته ځي، بلکې هغوى وويل چې دوى سوله غواړي او خپل حکومت يې له هر څه منع کړه، خو په پاکستان کې پښتنو او قبايلو ټول ايالت په سر راواخيست او په چيغو يې ځان ته مرۍ وشکولې، چې د پاکستان د پوځ نه مخکې دوى د هند پولې ته ځي او د هند پر ضد جهاد کوي.

موږ که څه هم د خپلو خلکو له لاسه تباه شوي يو، خو د پاکستان لاس هم پکې ښه پوره دى، خو خبره دا ده چې پاکستان هند ته تر دې وروسته هم، چې هند پر پاکستان کې بمباري وکړه، د خبرو زارۍ کوي او افغانستان ته بيا په هر څه کې سرې سترګې ښايي، ترهګري پکې ورځ تر بلې زياتوي او ارامۍ ته يې نه پرېږدي، يوازينى لامل يې دا دى چې موږ کمزوري يو او په خپل وطن ميين نه يو، ځکه که يوې خواته د پاکستان پر ضد خبرې کوو، نو بل خواته بيا د پاکستان د وېزې لپاره هره بې شرمي هم په ځان منو.

دا هم ولولئ: پاکستانيان: پوځ او حکومت په شرمونو وشرمولو

که غواړو چې پاکستان ته سخت ځواب ورکړو، بايد په ځان سخته تېره کړو، خو د پاکستان پر وړاندې يو شو، کله چې د وطن خبره راشي، بيا نور هر څه بايد سړى پرېږدي، ځکه چې که وطن و، خو موږ به يو، که وطن نه و، نو موږ به هم نه يو.

ويل کېږي چې د شهيد ډاکټر نجيب د حکومت پر مهال له جلال اباد څخه د پاکستان په اسلام اباد کې يو د وسلو ډيپو ويشتل شوى و، چې بيا يوه مياشت پکې ډزې روانې وې او د دغه يوه ډيپو د ويشتو له امله، ټول اسلام اباد نورو ځايونو ته کډه شوى و، خو اوس موږ داسې حالت کې يو، چې د پاکستان هېڅ بريد ته مو هغسې ځواب ورنکړ، چې پکار و.

د يو سوکاله، پرمختللې، ارامه، سوله ييز او پر ځان بسيا هېواد په هيله

ليکوال : بريالى زمرى