fbpx

د اسامه پر زوي یو میلیون ډالر جایزه ايښودل شوې

 

امریکا وايي د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې مخ وړاندې روان اوس دې هېواد په یوه تازه بیان کې ویلي چې کچیري چا د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د زوی په هکله مالومات ورکړل یو میلیون ډلر جایزه ورکوي.

امریکا د القاعده شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د مشر زوی حمزه بن لادن پر سر د مالوماتو ورکول په بدل کې د یو میلیون ډالرو جایزه اعلان کړه او ویلي چې کچیري ددې مهم کس په هکله څوک ورته مالومات ورکړي په یو میلیون ډالرو جایزه به يې ونازوي.

داسې شونتیاوي شته چې القاعده شبکه بیا د جوړیدو په حال کې ده او د امریکا په ګډون يې ټولو متحدینو ته یې ګواښ پیښ کړی اوس امریکا هڅه کوي ترڅو دغه ډله له پښو وغورځوي.

حمزه بن لادن د خپل پلار پرلار روان شو او څو ځله يې په خپلو غږیزو او انځوریزو پیغامونو کې له خپلو پلویانو  او ملګرو غوښتي چې له امریکا او د هغوی له ملاتړو لویدیځوالو يې د پلار د وژنې بدل واخلي.

دیرش کلن حمزه بن لادن د اسامه بن لادن مشر زوی دی چې تېر کال د امریکا له لوري د تروریستانو په تور لیست کې شامل شو.

حمزه بن لادن د عطا زوم چې په ۲۰۰۱ کال بریدونو لپاره له څلورو سوداګریزو الوتکو څخه یوه ده تښتولې وه، او نیویارک کې يې له جګو سوداګریزو برجونو سره وجنګوله.

د حمزه بن لادن پلار د القاعده شبکې مشر په ۱۳۹۰ لمریز کال کې د پاکستان په ایبټ اباد کي په داسې حال کې  ووژل شو چې په یوه ډېر محفوظ ځای کې میشت وو.

هغه مهال امریکا ویلي وو چې اوس القاعده شبکه ډېره کمزوري کړې د اسامه له وژنې وروسته ددې ډلې مرستیال ایمن الظواهري ددې ډلې مشري پرغاړه واخیسته.