fbpx

چین روسیې او کوریا د ونزویلا په هکله امریکايي طرحه رد کړې

 

وروسته له هغه چې ونزویلا کې حالات کړکیچن شول اوس امریکا وړاندیز کړی چې ددې هېواد د ستونزو ختولو لپاره دي له سره ټاکنې ترسره شي خو روسیې او چین د امریکا دغه طرحه ویتو کړې.

روسیې او چین  د امریکا لخوا د امنیت شورا ته وړاندې شوې مسوده چې  له مخې  په ونزویلا کې په سوله ایزه توګه  د سیاسي بهیر د پيلیدو په خاطر  د نړۍ والو ناظرینو  په حضور  او  د  کنټرول لاندې  له سره  د ولسمشرۍ د ټولټاکنو د ترسره کولو  او  نوموړي هیواد سره  د بشري مرستو د ترسره کولو غوښتنه شوې وه  ویتو کړه، امریکا ددې هېواد لپاره دا یوښه بدیل بللی وو.

 

روسیې  او چین د امریکا متحده ایالتونو لخوا د ملګروملتونو د امنیت شورا ته وړاندې شوې  مسوده چې له مخې  په  په ونزویلا کې  د نړۍوالو ناظرینو تر کنټرول لاندې  له سره  د ټولټاکنو د ترسره کولو غوښتنه شوې وه  ویتو کړه.

ددېنه وړاندې روسیې  د ونزویلا په سیاسي خپلواکۍ  د فشارونو  او په کورنیو چارو کې د هر ډول  مداخلې پر خلاف  د امنیت شورا ته  مسوده وړاندې کړې وه چې  هغه هم  رد شوې وه.

د امنیت شورا غړو هېوادونو د امریکا  ددې طرحې خلاف روسیې چین او سویلي کوریا رایه کارولې نهه غړو يې  ملاتړ کړی او څلورو هېوادونو بې طرفي ښودلې.

امریکا ویلي په ونزویلا کې د ۲۰۱۸ میلادي کال ټاکنې شفافې نه وې، ځکه نو ددې هېواد د سیاسي بهیر په هکله اندېښنه لري ځکه نو ونزویلا کې د بهرنیو ناظرینو په حضور کې د ټاکنو ترسره کېدل یوه اړتیا ده تر څو ټول ګواښونه له منځه یو وړل شي.

د روسیې په وړاندې شوې طرحه کې هم ددې هېواد د استقلالیت، ارضي تمامیت او ددې هېواد په کورنیو چارو کې د لاس وهنې  په هکله اندېښنه ښودل شوې وه.