fbpx

سوریه کې یو ځل بیا د داعش پر وړاندې جګړه پیل شوه

امریکایي ځواکونو چې په سوریه د داعش ډلې سره په جګړه بوخت دي یو ځل بیا یې د داعش په وروستیو ډلو باندې بریدونه پیل کړل.

سوریایي ځواکونو د دې هېواد په ختیځ کې باغوز سیمه د څو اوونیو راهیسې محاصره کړې دي او له د‎ې سیمې د ملکي وګړو لېږد ځنډېدلی دی، خو د سوریي دیموکراتیکو ځواکونو ویاند مصطفی بالي ویلي د دوی ځواکونه له غرمې وروسته یادې سیمې ته ننوتي او د ملکي وګړو وروستۍ ډله یې له دې سیمې ویستلې ده.

د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو ویلي له داعش ډلې سره وروستۍ جګړه د دې ځمکې په شاوخوا یو نیم کیلو مترۍ کې روانه ده، په وروستیو اوونیو کې سوریایي ځواکونو شاوخوا شل زره ملکي وګړي له دې سیمې څخه یوې پوځي هډې ته لېږلي دي.

په سوریه کې باغوز یوازنۍ سیمه ده چې د داعش ډلې تر واک لاندې ده.

شاوخوا پنځه کاله مخکې داعش سخت دریځې ډلې د سوریي په زیاتو برخو واک ترلاسه کړ چې اوس هم کم تر کمه د سوریې پر ځینو برخو واک لري.

امریکایې ځواکونه له څو کلنو راهیسې په سوریه کې د داعش ډلې ختمولو په هڅه کې دي او لاهم امریکایې پوځیان د داعشو پر وړاندې جنګیږي .

د امریکا ولسشمر ډونالډ ټرمپ څه وخت وړاندې ویلی و چې په سوریه کې مې داعش ډلې ته ماتې ورکړې او له لویو لویو پرمختګونو څخه مې مخکې له مخکې له منځه یوړه.

د یادونې وړده څه وخت وړاندې امریکایې هوایې ځواکونو د افغانستان په  ختیځ ولایت ننګرهار کې هم د داعش ډلې پر ضد د بمونو مور غورځولې وه  چې ډېر تلفات یې لرل.