fbpx

عزيزالله فضلي: د اورښت ځپلو لپاره خېريه لوبه کوو

د افغانستان کرکټ بورډ عمومي رييس عزيز الله فضلي له خبريال ډاټ کام سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې په هېواد کې د بارانونو او واورو د زيات اورښت له امله چې کوم هېوادوالو ته زيان رسېدلى دى، د دوى د مرستې لپاره به په نوروز يا نوي کال کې خېريه لوبه ترسره کړي، چې ټوله ګټه به يې اورښت ځپلو ته ورکړي.

تېره شپه اورښتونو په زابل، غزني، کندهار او فراه ولایتونو کې پراخ زیانونه واړول او په یادو ولایتونو کې زرګونه کورنۍ بېځایه شوې او یو شمېر هیوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د افغانستان دفاع وزير اسدالله خالد ټولو امنيتي ځواکونو ته امر کړى، چې هر چېرته چې هېوادوال راګېر وي، هغوى ته دې رسيدګي وکړي او په اروښتونو کې ځپل شوو ته دې مرستې ورسوي.

له تېرې ورځې راهيسې افغان امنيتي ځواکونو په يادو ټولو ولايتونو کې د هېوادوالو په ژغورلو کې لګيا دي، چې له دې امله په لر و بر کې افغان امنيتي ځواکونه هم ستايل شوي دي.

د ملي لوبډلې لوبغاړي چې تل يې د ولسونو په مخونو خنداوې خپرې کړي، اوس به په دې سخت حالت کې د خپل ولس سره څنګ په څنګ ولاړ وي او د اورښت ځپلو هېوادوالو لپاره به خېريه لوبه ترسره کوي، تر څو له دوى سره مرسته وکړي.

د کرکټ بورډ عمومي رييس عزيزالله فضلي له خبريال ډاټ کام سره په ځانګړو خبرو کې اعلان وکړ، چې د نوروز يا نوي کال پر مهال به د لس اورونو لوبه ترسره کړي، چې ټولې پېسې به يې اورښت ځپلو ته ورکوي.

هغه خبريال ډاټ کام ته وويل، چې په دغه لوبه کې، چې په کابل کې به ترسره شي، د افغان ملي لوبډلې نړيوال لوبغاړي هم لوبېږي. هغه وايي چې د دغه لوبې څخه چې دوى هر څومره پېسې راغونډې کړې، هغه به اورښت ځپلو ته ورکړي.

ښاغلى فضلي وايي، چې د کرکټ ملي اتلان تل د خپلو هېوادوالو په څنګ کې ولاړ دي او لکه څنګه چې يې د دوى په مخونو خنداوې خپرې کړي، همدا راز به د دوى د غمونو د کمولو لپاره هم خپلې هڅې کوي.

Loading...