fbpx

فقط د يو ماشوم لپاره بند شوى ښوونځى بېرته پرانيستل کېږي

له امريکا څخه يو تازه خبر دا دى، چې دغلته يو بند شوى ښوونځى بېرته فقط د يو ماشوم لپاره پرانيستل کېږي، تر څو هغه پکې زده کړې ترلاسه کړي.

د دې لامل دا ښوول شوى دى، چې د دغه ماشوم له کور سره چې کوم نږدې ښوونځى دى، هغه ښوونځي ته په موټر کې يو ساعت مزل دى، خو کله چې بيا د يخ موسم پيل شي، نو بيا لارو کې ستونزو ډېرې شي، چې هغه ښوونځي ته تګ ګران شي، نو په دې سختو لارو بيا دغه ښوونځي ته د يو ماشوم تګ ډېر ګران دى.

همدا لامل دى چې د امريکا په يوې ليرې پرتې سيمې (وايومينګ) کې يو ابتدايي ښوونځى بېرته پرانيستل کېږي، ويل کېږي چې د دې ښوونځي پر چلولو به په کال کې سل زره امريکايي ډالر مصرف راځي. خو دا دومره ډېرې پېسې به يوازې د يو ماشوم لپاره مصرفېږي.

د (وايومينګ) سيمې قانون دى، چې که په کومه ليرې پرتې سيمې کې يو څو ماشومان هم وي، نو بايد چې ښوونځى ورته جوړ شي. د سي اېن اېن د يو خبر تر مخه، اوس د الباني کاونټي ښوونځيو ادارې يو پلان جوړ کړى دى، چې دا به د وايومينګ د زده کړو ادارې ته ورلېږل کېږي. د دغه ښوونځي نوم (کوزي هولو ايلمينټري ښوونځى) دى، کوم چې له جوړېدو وروسته تر لس کلونو پورې فعال و، خو بيا د شاګردانو د نه شتون له امله بېرته بند شوى و.د ښوونځي لار

ځايي اداره وايي، چې د دې ښوونځي د مصارفو په اړه اندازه لګول کېږي. ځکه دلته به يو ښوونکى، د ښوونځي سامان، د ښوونځي بيا رغوونه او د دې ساتنې لپاره شا و خوا سل زره امريکايي ډالر مصرف راځي.

ويل کېږي چې د دې ښوونځي د فعالېدو سره سم به دلته يو ماشوم داخله واخلي، خو څه وخت وروسته په دې سيمه کې يو بل ماشوم هم شته، چې هغه به د ښوونځي عمر ته ورسېږي او دلته به داخل شي، نو داسې به بيا په دې ښوونځي کې دوه ماشومان زده کړه ترلاسه کوي.