fbpx

هندي او پاکستاني پوځیانو نښته کړې

 

تیره ورځ پاکستان نیول شوی پیلوټ هند ته په دې موخه وسپاره چې د سولې او حسن نیت یو بیلګه يې کړي خو تیره شپه بیا ددواړو لورو ترمنځ نښته شوې چې پکښي اوه کسه وژل شوي.

د پاکستان پوځ په يوه  خپره شوې خبرپاڼه کې د بيښي پخلی کړی او  ويلي يې دي چې پرون ناوخته دا نښته او ډزې د پاکستان تر ولکې لاندې د کشمير پر سرحد شوې دي چې مرګ ژوبله هم لري

د پاکستاني پوځ سرچينې وايي  چې ددوی لورته  په دې نښته کې څلور کسان وژل شوي او درې نور ژوبل دي چې په وژل شوو کې دوه سرتېري او د يوې ښځې په ګډون دوه ملکي وګړي شامل دي، څو ورځې وړاندې هم د هندي پوځیانو په ډزو کې د دریو ښځو په ګډون یوه ماشومه وژل شوې وه، همدا راز د پاکستان پوځ ويلي چې دوى هم ځوابي بريد کړى او هندي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړ ولې ده

په ورته وخت کې ځينو هندي رسنيو خبر ورکړى چې په دې نښته کې درې هندي وګړي وژل شوي دي، خو تراوسه ددې هېواد پوځ او چارواکو ددې ډزو په هکله څه نه دي ویلي او نه يې هم د پاکستان ددې ادعا په هکله څه ويلي

وروسته له هغه چې د هند پلوامه سیمه کې پرهندي پوځیانو برید شوی ددې هېوادونو ترمنځ پر کنټرول کرښه اخوډب زیات شوی څو ورځې وړاندې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر کې هندي پوځیانو په بیلابیلو سیموکې ډزې کړې وې چې د نیکال سیکټر سیمه کې يې د یوې کورنۍ درې  ښځې او د یوې بلې کورنۍ یوه ماشومه وژل وه په مالوماتو داهم  راغلي وه  چې په دې ډزو کې ۱۱ کسه ژوبل شوي هم وو.

داسې برېښي چې ددې دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه حتمي ده، که څه هم پاکستان غواړي د هندستان قهر کابو کړي خو هند یوازي د غچ اخیستلو جاج نیولی