fbpx

برتانیه: پاکستان دې بې له توپیره ترهګریزې ډلې له منځه یوسي

پاکستان چې ډیری هېوادونه یې د ترهګریزو ډلو د ملاتړي هېواد په توګه یادوي او ویل کېږي چې په پاکستان کې په پراخه کچه وسله وال خوندي دي او پاکستان یې د ترهګریزو بریدونو په توګه ملاتړي دي. 

د چین ، روسیې، امریکا، افغانستان، هند، ایران  او له اروپایې ټولنو ،ملګرو ملتونو ،سازمانونو او ډیری نورو هېوادونو وروسته نن برتانیې یو ځل بیا هم پر پاکستان غږ وکړ چې د ترهګریزو ډلو شاه  پرېږدئ.

د برتانیې لومړۍ وزیرې ټریزا مې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره پر ټلیفون خبرې کړې دي د( ټریزا مې)؛  دفتر په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي  چې په دې خبرو کې نوموړې له پاکستانه غوښتنه کړې چې د ټولو ترهرګرو ډلو پر ضد بې له کوم توپیره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

 د عمران خان د برتانیې له لومړۍ وزیرې سره به خبرو کې ژمنه کړې چې ګني له هند سره به تازه راټوکېدلی کړکیچ راکم کړم.

په پاکستان کې مېشت جیش محمد وسله والې ډلې  د هند تر ولکې لاندې په کشمیر سیمه کې په هندی ځواکونو د فبرورۍ پر ۱۴ مه وسله وال برید وکړ چې په پایله کې تر ۴۶ هندي ځوکونه ووژل شو.

د دې برید وروسته د هند لومړي وزیر نریندرا مودي خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې له پاکستانه غچ واخلۍ دواړو لورو د سخت کړکیچ وروسته د یو بل په  خاورو د الوتکو له لارې هوایې بریدونه وکړ چې په پایله کې په لسګونه تنه ووژل شول.

د یادونې وړده ده تېره ورځ هم په کشمیر کې د  دواړو لورو ځواکونو پر یو بل مخامخ بریدونه وکړ  چې په پایله کې پاکستاني ځواکونه وژل شوي دی.