fbpx

هند: موږ یوازې هوایې برید کوو د وژل شویو شمېر دې پاکستان نیسي

د هند د هوايي ځواکونو نوی مشر بریندر سینګ وايي هندي الوتکو په بالاکوټ کې خپل اهداف په نښه کړي دي، په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېرل د دوی کار نه دی.

د پاکستان او هند ترمنځ د ۱۸ ورځو راهیسې سخت کړکیچن حالت روان دی هند او پاکستان پر یو بل هوایې بریدونه هم وکړ خو لاهم دواړه هېوادونه سره په جنګ دي.

د هند او پاکستان اړیکي هغه وخت بېخې سخت پړاو ته داخل شوې  کله چې پاکستانۍ جیش محمد وسله والې ډلې په کشمیر کې په لسګونه هندی ځواکونه په ځانمرګي برید کې ووژل.

 هند یوه اونۍ وړاندې د خپل غچ اخیستلو پر موخه  د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د جیش محمد ډلې پر یو رونیز کمپ په هوايي بریدونو کې له ۲۵۰ ډېر سخت دریځه ووژل. 

خو پاکستان دا ادعا ردوي او وايي چې هندي الوتکو په بیړه کې په یوې غرنۍ سیمه کې بمونه وغورځول او بیرته ستنې شوې.

پاکستان دغه راز وايي په هغه سیمه کې چې هندي الوتکو په کې بریدونه کړي د هېڅ سخت دریځه ډلې روزنیز کمپ نشته.

سینګ ویلي، که دوی پر یوه هدف د برید پریکړه کوي، نو خامخا برید هم پرې کوي، او که دوی په ځنګل کې بمونه غورځولي وای نو بیا پاکستان ولې ځوابي اقدام وکړ.

د یادونې وړده اوس هم دواړه هېوادونه سره په صلاح شوي نه دی لاهم دواړه لورې پر یوبل د بریدونو هڅه کوي.