fbpx

پاکستان: هند غواړي پاکستان کې خطرناک بريدونه وکړي

د هند حکومت او هندي استخبارات غواړي چې په پاکستان کې پراخ بريدونه وکړي، پاکستان له دې امله سخت په تشويش کې دى او وايي چې په خپل هېواد کې يې امنيت ته سخت تدابير نيولي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو تر مخه، د هند حکومت او د هند استخبارات پلان لري چې په پاکستان کې دننه پراخ بريدونه وکړي، دوى وايي چې پوځ يې د هېواد سخت امنيت نيولى دى او په هر څه ډېر کلک څاري، تر څو د هند د داسې بريدونو مخه ونيسي.

همدا راز د پاکستان حکومت دا هم ويلي دي، چې د هند نيول شوى پيلوټ ابينندن يې د چا په وينا نه دى خوشې کړى، بلکې دا پرېکړه يې په خپله کړې وه او دې کار د پاکستان نوم په نړيواله کچه ښه کړ.

خو بلخوا ځينو رسنيو ويلي و، چې پاکستان د هند نيول شوى پيلوټ ابينندن د امريکا په وينا خوشې کړ. ځينو بيا دا هم وويل، چې پاکستان له دې امله هندى پيلوټ خوشې کړ، چې ويره يې درلوده، بيا به په پاکستان کې هند هوايي بريدونه وکړي، نو پاکستان هڅه وکړه چې له هند سره د سولې خبرې وکړو او د داسې بريدونو مخه ونيسي.

د پاکستان رسنۍ وايي، چې د پاکستان ضد استخبارات په دې هڅه کې دي چې پاکستان په نړيواله کچه وځپي، دوى وايي چې پاکستان له پورونه ترلاسه کړي او اوس يې دښمن غواړي چې د پورونو لار پرې بندې کړي. همدا راز دوى وايي، چې پاکستان هڅه کوي چې د ترهګرو پر ضد سخت ګامونه پورته کړي او هېڅوک دې ته پرې نه ږدي، چې د پاکستان له خاورې دې په نورو هېوادونو کې ترهګريز بريدونه وکړي.

ياده دې وي چې پاکستان په کومه ورځ نيول شوى هندى پيلوټ ابينندن پرېښود، له هغه وروسته يو ځل بيا د پاکستان او هند تر منځ په کشمير کې په پوله باندې سختې نيوکې روانې شوې دي. د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، په دغه پوله يې ډېرى شمېر پاکستاني پوځيان هلاک کړي او همدا راز ترهګر يې هم په نښه کړي دي.

د پاکستان پوځ هم د خپلو ځينو پوځيانو د وژلو خبره منلې ده، خو وايي چې د هند له لوري په ډزو کې ملکي وګړي هم وژل شوي دي او يو شمېر ټپيان هم پکې شته.