fbpx

افغانستان ایرلینډ سره خپله دریمه ۵۰ پیل کړه

 

ددې لوبې بچه افغانستان ګټلې او توپ وهنه کوي د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ دا دریمه پنځوس اوریزه  لوبه ترسره کیږي ددې لړۍ لومړۍ لوبه افغانستان ګټې او دوهمه لوبه د باران اوریدو له امله مساوي اعلان شوه.

دافغانستان د کرکیټ بورډ رئیس عزیزالله فضلي وايي چې زموږ لوبډله بشپړ چمتوالی لري ترڅو خپله دریمه لوبه ایرلینډ سره ترسره کړي، نوموړي زیاته په ډاډ سره ویلای شم چې زموږ لوبغاړي د ۵۰ اوره مسابقو له لارې ښې لاس ته راوړنې لري، ددې پنځوس اوریزه سیالیو وروسته موږ له ایرلینډ سره ازمویښتي یا ټیسټ لوبه لرو چې هغه ددې میاشتي پر ۱۵ نېټه پیلیږي.

زیات کوښښ او هڅه روانه ده چې ددې لوبې لپاره هم پوره چمتوالی ونیسو ترڅو ټولې لوبې پر هر فارمټ کې په خپل نوم کړو

افغانستان په هند کې د دې ۵۰ اوره لوبو په ترڅ کې د ایرلنډ له لوبډلې سره پنځه لوبې لري چې نن يې دریمه لوبه ترسره کیږي او دا لوبه به نن غرمه پیل شي.

افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې ایرلینډ ته ماتي ورکړه په لومړنۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې پچه آیرلینډ لوبډلې  وګټله او لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه ایرلینډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په( ۴۹.۲) اورونو کې د (۱۶۲) منډو هدف افغانستان ته وټاکه.

په دې سیالۍ کې د آیرلینډ لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډېرې منډې پاویل سټرلېنګ (۸۹) او جوش ډکرېل بیا( ۳۷) منډې جوړې کړې چې په هدف کې ښه رول ولوبوه.

د افغان توپ اچونکو له ډلې چټک توپ اچونکي  دولت ځدراڼ درې لوبغاړي وسوځول همدا راز مجیب الرحمان هم درې مهم لوبغاړي له مخې پورته کړ د دې ترڅنګ ګلبدین نایب بیا دوه لوبغاړی وسوځول.

افغان ملي لوبډلې یاد هدف په (۴۲)م اور کې د( ۵) لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د لوبلړۍ لومړنۍ سیالي یې په خپله ګټه پای ته ورسوله.