fbpx

امریکا هند او ترکیې سره ځانګړې سوداګري نا انصافه بولي

 

امریکا وايي چې هند او ترکیه له هغه ځانګړي لیسته باسي چې مخکې يې له دې لارې اسانه سوداګري کوله هغوی وايي چې دا لویه بې انصافه سوداګري ده چې امریکايي توکو ته ځانګړتیا نه ده ورکول شوې.

ددې هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي له هند او ترکیې څخه په ځانګړې سوداګرۍ کې ځای او دریځ بیرته اخلي ټرمپ وايي ځکه يې دا پرېکړه کړې چې هند امریکايي مالونو ته د ورته لارې زمینې برابرولو ډاډ نه دی ورکړی، ترڅو زموږ مالونه هم هندي مارکیټونو ته مناسب لاس رسی ولري.

هند سره ددې دریځ نیونې سره همهاله امریکا ترکیې ته هم دا ډول ګوتڅنډنه کړې امریکا ویلي موږ دې سوداګري ته د نا انصافه تجارت په سترګه ګورو، امریکايي ولسمشر ژمنه کړې چې سوداګریز تاوانونه کموي.

د امریکا ولسمشر له لوري ددې هېوادګانګریس ته یو لیک استولی چې پکښي ویل شوي هند امریکا ته ډاډ نه دی ورکړی چې په خپلو سوداګریزو مارکیټونو کې امریکايي مالونه ته مناسب لاس رسی نه دی ورکړی، همدا لامل دی چې ترکیه اوهند د ځانګړې سوداګرۍ له لیسته ایستل کیږي.

د پایلې په توګه، هغه د متحده ایالتونو سوداګریزو استازو (USTR) دفتر ته لارښوونه کړې چې هند د ځانګړي ترجیحي دریځ سوداګري پروګرام نه وباسي.

 

اوسمهال هند له ګمرکي تعرفو پرته په کال کې د ۵،۶ میلیارده ډالرو په ارزښت مالونه امریکا ته صادرولی شي، ځکه د ځانګړې سوداکرۍ په لیست کې هر هېواد امریکا ته په اسانه خپل سوداګریز توکي وړلای شي.

هند ویلي کچیري امریکا دوی له دې لیسته و باسي پر سوداګرۍ يې اغېز کیږي او تقریبآ په یوه کال کې شل میلیونه زیان ورته اوړي

ځانګړې سوداګري څه ده.

د هند ځانګړي دریځ د سوداګري (GSP) د پروګرام له لارې بېل توکي کوی شي د امریکا له مالیاتو معاف پلورنځیو (ډیوټي فري) ته لار ومومي. د دې توکو صادرونکو هېوادونو لپاره د امریکا کانګرس یو شمېر معیارونه ټاکلي.

په دې شرطونو کې یو دا دی چې صادروونکی هېواد به د امریکا مالونو ته په خپل بازار کې ځانګړی او مناسب لاسرسی ورکوي.