fbpx

منظور پښتین: پاکستاني ریاست د ارمان لوڼي قضیه هېره کړې

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، پاکستاني ریاست لا هم د دې غورځنګ د فعال غړي ارمان لوڼي قاتل نه دی پیدا کړی او دا قضیه یې بې له څېړلو همداسې پرې اېښې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د لومړي کتار تکړه او مبارز غړى پروفېسر ارمان لوڼي د فبرورۍ په دریمه یوه میاشت وړاندې په لورالايي کې په داسې مهال پاکستاني پوليسو د ټوپکو په کونداغونو په وهلو په شهادت ورساوه، چې په همدغه ښار کې يې د پوليسو سره د شوې ناروا پر ضد په احتجاجي غونډه کې ګډون کاوه .

 ارمان لوڼى چې اصلي نوم يې محمد ابراهيم و، د سنځاوۍ اوسېدونکى و او په پښتون ژغورنې غورځنګ کې دومره زيات فعال و، چې نه يوازې د ننګ مېدان ته پخپله راوتى و، بلکې خپله خور وړانګه لوڼۍ يې هم له ځان سره د ننګ مېدان ته راوستې وه .

د ارمان لوڼي د شهادت وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتبن په پښتنو  غږ کړی و چې د پنجاب حکومت پر ضد دې احجاجونه وکړي او د عدالت غوښتنه دې وکړي د منظور دا غوښتنه د افغانستان او پاکستان په ګډون په ټوله نړۍ کې پښتنو د یو رهبر په توګه ومنله.

په ټوله نړۍ کې پښتنو د پاکستاني حکومت دا وحشت غندلی و او د پاکستان حکومت یې یوازې د پنجاب پورې تړلی یاد کړی و د منظور پر وینا دا حکومت صرف د پنجابیانو دی پښتانه په کې خپل حق نه لري.

د پاکستان حکومت ژمنه کړې وه چې د ارمان لوني قضیه به وڅېړي او قاتل ته بی سزا ورکړي خو لا هم دا قضیه پر خپل ځای پرته ده.

اوس یو ځل بیا  د ارمان لوڼي د کورنۍ لپاره د  عدالت غوښتنې کمپاین پيل شوی دی. دې کمپاین کې پر پاکستاني حکومت نیوکه شوې چې تر اوسه یې د ارمان د وژنې عریضه نه ده اخیستې چې په دې تړاو پلټنې پيل کړي او قاتل ونیسي.