fbpx

 ایرلېنډ له افغانستان سره سیریز برابر کړ

د افغانستان او آیرلینډ ترمنځ د یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې آیرلینډ لوبډلې پر څلورو ویکټو افغان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دریمه یو ورځنۍ سیالي هم د هند په دهرادون ښار په راجیو ګاندي نړیوال کریکټ لوبغالې کې ترسره شوه چې په دې سیالۍ کې پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

افغانستان په ټاکلو پنځوس اورونو کې د (۸) لوبغاړو په سوځېدو سره د ستونزو سره سره د (۲۵۷) منډو هدف آیرلینډ ته وټاکه .

د افغان لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې نجیب الله ځدراڼ (۱۰۴) منډې په (۹۷) توپونو ترسره کړې همداراز لوبډلمشر اصغر افغان بیا (۷۵) منډې په سخت حالت کې جوړې کړې چې په هدف کې ښه رول ولوبوه.

د آیرلینډ لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې تر ټولو ښه توپ اچونه ټایم مرتاغ او رینکین دوه دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل.

آیرلینډۍ لوبډلې د نجیب سلیزه په اوبو لاهو کړه او دا هدف یې په (۴۹) اورونو په لوبولو سره  د (۶) لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او سیالي یې پر څلورو ویکټو وګټله.

د آیرلینډ لپاره په یو سخت وخت کې انډري بېل بېر ني او جوش ډکرېل ستره ملګرتیا وکړه او د لوبې په ګټلو کې ستر رول ولوبوه .

انډري بېل بيرني (۱۴۵) ناسوځېدلې منډې په (۱۳۵) توپونو جوړې کړې په توپ وهنه کې یې اته شپږیزې او اته څلوریزې هم ووهلې.
 د دې ترڅنګ جوش ډکرېل بیا ښه ملګرتیا وکړه نوموړي( ۵۴) منډې وکړې.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې دولت ځدراڼ دوه لوبغاړي، راشد،  سمیع شینواري، محمد نبي او مجیباالرحمان یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

یاده سیالي آیرلینډ لوبډلې پر شپږو ویکټو وګټله د لوبې غوره لوبغاړی انډري بېلبرني ونومول شو نوموړي تر (۱۴۵)  منډې جوړې کړې.

د یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې آیرلینډ لوبډلې د افغانستان سره ځان مساوي کړ افغان لوبډلې هم یوه لوبه ګټلې او یوه آیرلینډ وګټله او یوه سیالي د اورښت له امله بې پایلې شوې.

د افغانستان او آیرلینډ ترمنځ به څلورمه سیالي د مارچ پر (۸) او پنځمه وروستۍ یو ورځنۍ لوبه به د مارچ پر( ۱۰) مه نېټه ترسره شي.