fbpx

 پاکستاني پوليسو يو ځل بيا د افغان کډوالو په نيولو پيل وکړ

د پاکستان پوليسو د خيبر پښتونخوا په کوهاټ سيمه کې د عملياتو پر مهال ٨٤ افغان کډوال نيولي او په زندان کې يې اچولي دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې نيول شوي افغان کډوال د بېلابېلو سيمو امنيتي پوستو ته لېږدول شوي او هلته پرې دوسیې ثبت شوي چې وروسته به محکمې ته وړاندې کېږي او ویل کېږي دا ګرځ ‌بندیز به د پنځو نورو ورځو لپاره هم دوام وکړي.

 پوليسو د ښار له بېلابېلو سيمو له ياد قانونه د سرغړونې په تور دا ٨٤ افغانان نيولي دي. د کوهاټ ښار مرستيال کمېشنر احمد محمود ويلي چې په ښار کې امنيتي ګواښونه زيات شوي او په همدې موخه يې افغان کډوالو ته ويلي وو چې له کمپونو دې بهر نه را وځي.

ویل کېږي پر پښتنو د لسو ورځو لپاره پر ګرځېدو بنديز لګول شوى و، خو پوليسو د ښار له بېلابېلو سيمو له ياد قانونه د سرغړونې په تور یو شمېر نور افغانان هم نيولي دي.

په دې وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ حالت ترینګلی شوی دی هند غواړي یو ځل بیا پر پاکستان بریدونه وکړي نو له همدې امله ویل کېږي چې پاکستان په سخت حالت کې په پښتنو د کرځېدو بندیزونه لګوي.

له دې وړاندې هم پاکستاني حکومت څو څو ځل په پاکستان کې په پښتنو د ګرځېدلو بندیزونه لګولي و چې د یو شمېر پښتنو پر وینا حکومت ورسره په دې ډول زیاتی کوي او دا یو ډول ښکاره توپیري چلند دی چې د نورو هېوادونو په توپیر دلته ورسره کېږي.

د دې ترڅنګ د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د پښتنو سر د توپیري چلند  کولو سربېره ښکاره ظلمونه هم کوي د پښتنو د زنداني کولو نیولې
 حتا د وژلو هڅه یې هم کوي .

په دې هېواد کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر وینا په پاکستان کې تر دوه دېرش زره پښتانه ورک دي چې حکومت نیولې او نادرکه دي.