fbpx

هند: پاکستان یو ځل بیا له اوربنده سرغړونه کړې ډېر ژر به پښېمانه شي

د هند پوځ وایي چې پاکستاني پوله ساتو یو ځل بیا په جنجالي سیمه کشمیر کې له اوربنده سرغړونه کړې او پر هندي پوځیانو یې د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې دي او په پایله کې یې یو هندی پوځي ټپی شوی دی.

د پاکستان او هند ترمنځ د ۲۲ ورځو راهیسې سخت کړکیچن حالت روان دی هند او پاکستان پر یو بل هوایې بریدونه هم وکړ خو لاهم دواړه هېوادونه سره په جنګ اخته دي.

د هند او پاکستان اړیکي هغه وخت بېخې سخت پړاو ته داخل شوې  کله چې پاکستانۍ جیش محمد وسله والې ډلې په کشمیر کې په لسګونه هندی ځواکونه په ځانمرګي برید کې ووژل.

نن یو ځل بیا هندي پوځي چارواکو ویلي چې دوی د پاکستاني پوځیانو ځواب ورکړی دی خو په خبره یې که پاکستان بیا هم له اوربنده سرغړونه وکړي نو پښېمانه به شي.

هند څو ورځې وړاندې د جیش محمد ډلې څخه د غچ اخیستلو په موخه د پاکستان په خاوره کې د همدې ډلې پر یو روزنیز کمپ هوایي برید وکړ او د سلګونه وسله والو د وژلو ادعا یې وکړه.

له دې برید وروسته پاکستاني حکومت خپلو ځواکونو ته د هند په خاوره کې د هوایې بریدونو امر کړی و چې پاکستان هم د هند په خاوره هوایې بریدونه وکړل خو لا هم دواړه هېوادونه یو بل ته د جګړې ګواښونه کوي.

د یادونې وړ ده د هند لومړي وزیر نریندرا مودي پرون یو ځل بیا پاکستان ته د تازه بریدونو ګواښ وکړ او ویې ویل چې شوی برید یوازې تمرین و او د دوی اصلي کار لا هم پاتې دی صرف انتظار باسئ.

د مودي په خبره له نورو لارو د ترهګرو ختمولو نتیجه ور نه کړه، نو هند اړ دی چې پخپله لاس په کار شي او پر ترهګرو ډلو بریدونه وکړي. مودي همداراز ویلي دوی به د ترهګرو پر اصلي مرکزونو نور بریدونه هم وکړي.