fbpx

امریکا: هند او پاکستان دې صبر او حوصله وکړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر هند او پاکستان د صبر او حوصلې غږ کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چاورو وزارت د ویاند مرستیال رابرټ پلاډینو ویلي، امریکا په پاکستان او هند ټینګار کوي چې د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.

امریکا دا څرګندونې وروسته له هغې نن وکړې کله چې تېره ورځ د هند لومړي وزیر نریندرا مودي یو ځل بیا پاکستان ته د تازه بریدونو ګواښ وکړ او ویې ویل چې شوی برید یوازې تمرین و او د دوی اصلي کار لا هم پاتې دی صرف انتظار باسئ.

رابرټ خبریالانو ته په خبرو کې ویلي، د یادو دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ روان تاوتریخوالی حالات لا کړکېچنوي او که چېرته دواړه له زغم نه کار وانخلي نو دواړه هېوادونه به کلونه شاته ستانه شي.

هغه په خپلو خبرو کې پر پاکستان غږ کړی دی چې د ترهګرو ډلو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي او د خپلو ګاونډیانو اندېښنو ته مثبت ځواب ووایي.

په ورته وخت کې  نن یو ځل بیا د هند پوځ وایي چې پاکستاني پوله ساتو یو ځل بیا په جنجالي سیمه کشمیر کې له اوربنده سرغړونه کړې او پر هندي پوځیانو یې د سپکو او درنو وسلو ډزې کړې دي او په پایله کې یې یو هندی پوځي ټپی شوی دی.

هندي پوځي چارواکو ویلي چې دوی د پاکستاني پوځیانو ځواب ورکړی دی خو په خبره یې که پاکستان بیا هم له اوربنده سرغړونه وکړي نو پښېمانه به شي .

د پاکستان او هند ترمنځ د ۲۲ ورځو راهیسې سخت کړکیچن حالت روان دی هند او پاکستان پر یو بل هوایې بریدونه هم وکړ خو لاهم دواړه هېوادونه سره په جنګ اخته دي.

رابرټ اندېښنه ښودلې او وایې  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم په همدې تړاو خبرې کړې دي او ترې یې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې.

د یادونې وړده د هند او پاکستان اړیکي هغه وخت بېخې سخت پړاو ته داخل شوې  کله چې پاکستانۍ جیش محمد وسله والې ډلې په کشمیر کې په لسګونه هندی ځواکونه په ځانمرګي برید کې ووژل.