fbpx

 هندي ځواکونه د پاکستان اوبو ته وراوښتي

د پاکستان او هند ترمنځ د وروستي کړکیچ له امله دواړه لورې پر یو بل د بریدونو لړۍ پیل کړې ویل کېږي چې نن هم د هند سمندري ځواک د پاکستان اوبو ته وراوښتي.

د پاکستان سمندري ځواک ادعا لري چې د هند د اوبو لاندې ځواکونه په غیر قانوني توګه د دوی اوبو ته ورغلي چې مخه یې نیول شوې ده.

د هند او پاکستان اړیکي تر بل هر وخت په سخت پړاو کې قرار لری د دواړو لورو ترمنځ وروستۍ جګړې هغه وخت را منځته شوې کله چې پاکستان کې مېشت جیش محمد وسله والې ډلې  په هندي ځواکونو په کشمیر کې ځانمرګی برید وکړ.

د معلوماتو له مخې د جیش محمد وسله واله ډله په پاکستان کې مېشت ده او د پاکستان حکومت یې ملاتړي یاد شوي دي.
د دې ډلې له لورې په کشمیر کې د وسله وال برید وروسته د هند لومړی وزیر نریندرا مودی هندي ځواکونو ته امر کړی و چې د پاکستان څخه د دې برید غچ ژر تر ژره واخلئ.

هند ادعا لري چې په کشمیر کې د مخامخ جګړو ترڅنګ هندي ځواکونو د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د جیش محمد وسله والې ډلې  تر ۲۵۰ تنو غړي د جنګي الوتکو په واسطه ووژل .

پاکستان بیا دا ادعا ردوي او وایې چې د هند هوایې ځواک په یوه دښته کې بمونه غورځولي او په تېښته بریالي شوی خو هند بیا وایې چې د ثبوتونو سره مو د یادې ډلې غړي وژلي.

خو پاکستان بیا په خپله وویل چې په بالاکاټ سیمه
کې د وروستیو عملیاتو په ترڅ کې ۴۴ تنه وسله وال یې  نیولي دي.

پاکستاني چارواکي وايي په نیول شویو کې د جیش محمد ډلې د غړو ترڅنګ د یو شمیر نورو سخت دریځو ګروپونو غړي هم شامل دي.

پاکستان وروسته له هغې دا عملیات کوي چې د هند له لوري پرې فشارونه زیات شوي او له هغوی غواړي چې د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسي.

بلخوا نن امریکا ویلي چې  د یادو دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ روان تاوتریخوالی حالات لا کړکېچنوي او که چېرته دواړه له زغم نه کار وانخلي نو دواړه هېوادونه به کلونه شاته ستانه شي.

 د یادونې وړده تېره ورځ د هند لومړي وزیر نریندرا مودي یو ځل بیا پاکستان ته د تازه بریدونو ګواښ وکړ او ویې ویل چې شوی برید یوازې تمرین و او د دوی اصلي کار لا هم پاتې دی صرف انتظار باسئ.