fbpx

پټه نړۍ

عزت النفس څه ته وايي؟
عزت النفس د انسانانو لپاره لومړنۍ اړتيا ده، دا چې فکر کول د بريالي ژوندانه ضرورت دی او دا سوچ و فکر موږ ته دا امکان په لاس راکوي چې د هر انسان د تصميم نيونې ځواک د هغه د عزت النفس په ميزان پورې تړلی دی. له دې امله عزت النفس د انسان په ژوندانه کې ډېر اړین او د پام وړ دى.
عزت النفس د انسان د شخصيت له پايو څخه دی، چې د انسان د سرلوړۍ او وياړ لامل دی. عزت النفس د همت د خپلواکۍ او لوړتيا تومنه ده، د عزت څښتنان کله هم ذلت او د نورو بندګۍ ته تن نه ږدي او د خپل شرافت او خپلواکۍ په سر له چا سره معامله نه کوي. عزت النفس له يوه پلوه د ټولو افرادو لپاره د تر ټولو سترو اخلاقي فضيلتونو څخه دی او له بله پلوه په نورو چارو کې د شخص په اخلاقي کړنو تعبيرېږي.
د عزت النفس تعريف:
عزت النفس د self esteem د کلمې مهفوم ښندي، چې له دوه کلمو ((عزت)) او ((نفس)) څخه جوړ شوی، چې په ادبياتو کې يې معنا ګران کېدل، دوست کېدل، قدرمن کېدل او دې ته ورته مفاهيم دي، چې د ځان او نفس لپاره ځانګړي شوي دي. عزت النفس د برياليتوب ترلاسه کولو اړتيا او د ځان او نورو په اړه د مثبت تصور د رامنځته کېدا تاييد دی.
عزت النفس يانې تاسې له ځان سره څومره مينه لرئ، عزت النفس يو اندازه ارزښت دی، چې موږ يې ځان ته نسبت کوو. دا هغه څه دي چې له ځانه او يا له نورو سره له راکړې ورکړې څخه تر لاسه کېږي، يا په بله معنا عزت النفس هغه ارزښت دی چې موږ فکر کوو نور خلک موږ ته د يو شخصيت په سترګه ګوري. له بله پلوه عزت النفس ستاسې ذهني تصوير ټاکي، دا هغه انځور دی چې تاسې خپل ځان په خپله پکې وينئ او د ځان په اړه فکر کوئ، عزت النفس د شخصيت له اساسي پايو څخه يوه ده او د انسان د سرلوړۍ او وياړ لامل ګرځي. عزت النفس د انسان د خپلواکۍ او د همت د لوړتيا تومنه ده.
عزت النفس له دوو اړينو برخو جوړېږي:
١-: پر ځان ځواکۍ باور؛ په دې معنا چې د فکر کولو په ځواک ډاډ لرل، درک کول، زده کول، ټاکل او د ځان لپاره تصميم نيونه (پرېکړه کول).
٢-: ځان ته درناوی، يا د نفس حرمت لرل؛ دا خپل ځان ته د ارزښت ورکولو په معنا دی، يانې ځان ته دا حق ورکول چې ژوند وکړو او په ژوندانه کې ښاد واوسو.

د عزت النفس د پيدايښت لامل:
د عزت النفس د رامنځته کېدا عمده دليل بايد د فرد او ټولنې ترمنځ په اړيکه او په ځانګړي ډول د ماشومتوب او زلميتوب په دوران کې ولټول شي او دا اړيکه کولای شو په څو ډوله روښانه کړو.
د نورو غبرګون:
د عزت النفس د رامنځته کېدا تر ټولو مهمه منشاء د نورو غبرګون دی. د نورو غبرګون د فرد (په ځانګړي ډول د ماشوم) په اړه دی. دې ته ((آينه خودنما)) يا خپلځاني هېنداره وايي. یعنې فرد د خپل ځان په ليدلو د خلکو غبرګون ته پاملرنه کړې. خپل تصوير د نورو په غبرګون کې ويني. که مور و پلار خپل ماشوم ته ووايي چې هوښيار دی او يا دا چې د ډاډ وړ نه دی. دا ډول مفاهيم د ماشوم د ځان شمېرنې او هويت لامل ګرځي.
له نورو سره پرتله:
په کرار کرار چې ماشوم وده کوي ځان له نورو سره لکه خور، ورور، ملګري… پرتله کوي دا پرتلنه په ماشومانو کې د عزت النفس له اصلي سرچينې څخه ده.
د همسيالۍ بېلګې:
ماشوم د ژوندانه د ځينو مهمو افرادو لکه مور و پلار سره ځان ورته ګڼي او هغوی د ځان لپاره د بېلګې د سرليک په توګه ټاکي او لېوالتيا لري چې د هغوی په څېر وي، چې دغه همسيالي د ماشوم په ذهن کې ترسره کېږي او د هغه په عزت النفس اغېز ښندي.
د ارزښت او عزت النفس د احساس اړتيا:
په ټولنيزو شرايطو کې ژوند کول په انسان کې د ارزښتولۍ سالم او معتدل احساس رامنځته کوي، چې د فرد په سلامت او روان کې اړين دی، خو که دغه اړتیا ډېره وارده شي، په شخص کې د حقارت احساس او يا ځاني لوړتيا (تکبر) رامنځته کوي او د شخص عزت النفس ښکته کېږي.
افکار هم کولای شي د ادراک او احساس په څرنګوالي کې مهمه ونډه ولري او د عزت النفس د پيدايښت علل ولري. د بېلګې په توګه داسې ګڼو چې يو کس په هېنداره کې ګوري او وايي: ((قواره مې څومره خرابه شوې ده)) دا فکر کولای شي د هغه په عزت النفس باندې بده اغېزه ولري، خو که په هېنداره کې وګوري او فکر وکړي، چې زما د وېښتانو موډ خو ډېر ښه شوی دی، نو دغه فکر د هغه پر عزت النفس کاملاً برعکس اغېز لري. په دې دوو برخو کې د فرد تصوير په هېنداره کې هماغه تصوير دی، يوازې افکارو توپير کړی دی، نو که بهرني شرايط د عزت النفس ټاکونکي وي، هغه مهال همدا بس دی چې شخص خپلو افکارو ته سمون وبخښي، چې عزت النفس يې لوړتيا پيدا کړي.
((ماتيومک کی، پاتريک فنينګ، ۱۹۹۷م))
ټول خلک پرته له عمر، جنسيت، فرهنګيتوب، ټولنيز توب او بوختياوو عزت النفس ته اړتيا لري. عزت النفس د ژوندانه په هره کچه خپل اغېز لري، د ارواپوهنې بېلابېلې ارزونې دا حکايت کوي، تر څو چې د عزت النفس اړتيا پوره نه شي، د پرمختګ او د بلقوه استعداد درک د تخليق اړتياوې به محدودې پاتې شي، خو کله چې يو څوک د خپل کار ستاينه وکړي، يا کله چې پوهېږي چې کار يې په ښه ډول سره پای ته ورسېد، د ځان په اړه ښه احساس لري او په ډاډ سره له ستونزو او مسووليتونو سره مخامخ کېږي او له باره يې وځي. ((هريس کلمز و امينه کلارک ۱۳۲۹))
ژباړن: سيد امرالله اميد