fbpx

ایرلینډ او افغانستان سبا بیا یو له بل سره مخ کیږي

 

د پنځوس اوریزه لوبو لړۍ څخه تر دامهاله دواړه هېوادونه مساوي روان دي یوه یوه يې ګټلې او بله مساوي اعلان شو ې ده دا چې سبانۍ لوبه څوک ګټي مالومه نه ده.

خو سبانۍ لوبه له دې امله ډېره مهمه ده چې که يې هره لوبډله وګټي ددې امکان ډېر دی چې ددې لوبو د لړۍ سریز به په خپل نوم کړي.

تمه ده چې سبا د کابل په وخت د غرمې ۱۲ بجې د هند په دهرادون کې د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلې یوه ورځنۍ لوبه وکړي.

له سبانۍ لوبې پرته دا دوه لوبډلې یو بله یو ورځنۍ لوبه لري چې ترسره به کړي له هغې  وروسته ټاکل شوې چې د مارچ پرپنځلسمه نېټه به د غه لوبډلې په څلور ورځنیو لوبو کې یوله بل سره خپل بخت و ازمايي.

افغانستان د پنځوس اوریزه لوبو مخکې د تیري فیبرورۍ میاشت کې د شل اوریزه لوبو درې لوبې په حیرانوونکي توپیرونو ګټلې وې.

په تیره پنځوس اوریزه لوبه کې پر افغانستان د ایرلینډ لومړۍ برلاسي وه لوبه افغان لوبغاړو پیل کړه چې په ۵۰ اورونو کې یې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۶ منډې جوړې کړې.

نجیب ځدراڼ په ۹۸ توپونو ۱۰۴ منډې او کپټان اصغر افغان په ۱۰۹ توپونو ۷۵ منډې جوړې کړې.

ایرلینډ ټاکلي هدف ته په ۴۹ اورونو کې او د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ځان ورساوه.

اوس به افغان لوبډله کوښښ کوي ترڅو سبانۍ لوبه په ښه توګه ایرلینډ څخه وګټي ځکه دوه پاتې لوبې د سریز له مهمو لوبو څخه دي دواړه لوبډلې کوښښ کوي ترڅو له سیاله پاتي نشي.

د ځینو له انده تیره لوبه افغانستان یوازي د کمزوري توپ ټولونې له امله بایلوده، ځکه وکتل شي هدف ستر وو او افغان توپ اچوونکي هم خطرناکه دي