fbpx

افغانستان نوولس کلنې لوبډلې خپله دوهمه لوبه هم بايلوده

افغانستان نوولس کلنې لوبډلې د هند  نوولس کلنې الف لوبډلې په وړاندې د څلور اړخيز سيريز دوهمه لوبه بايلوده.

له دې وړاندې په څلور اړخیزه سیریز کې افغان لوبډلې د هند ب (۱۹) کلنې لوبډلې څخه هم ماتې منلې وه چې نن یې یوځل بیا د هند الف نولس کلنې لوبډلې څخه هم ماتې ومنله.

په هند کې دا څلور اړخیزه سیریز د هند، افغانستان، او جنوبي افریقا ترمنځ روان دی په دې سیریز کې څلور لوبډلې لوبېږي چې یوه له افغانستانه دوه د هندوستان او یوه له جنوبي افریقا نولس کلنه لوبډله ده. 

نن په دوهمه سیالۍ کې د هند  نوولس کلنې لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د ( ۴۷،۴) اورونو د لوبولو سره یې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو د( ۲۵۳) منډو هدف افغان نوولس کلنې لوبډلې ته وټاکه. 

د هند( ۱۹) کلنې  لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ترټولو ښه توپ وهنه  اس اې وير ۸۱، پريانش اريا ۴۴، او شاشوات راوت ۴۵ زياتې منډې جوړې کړې .

د افغانستان نوولس کلنې ملي لوبډلې له لورې په توپ اچونه کې  شفیق الله غفاري څلور، او عارف خان دولتزي دوه لوبغاړي  او نورو توپ اچونکو يو يو لوبغاړی وسوځوه.

افغان نوولس کلنې لوبډلې د (۲۵۳) منډو هدف په ځواب کې ټوله لوبډله په( ۴۸،۴) اورونو په لوبولو سره په  ( ۱۶۰) منډو باندې  وسوځیدله  او په دې سره یې دوهمه  سیالي په (۹۲) منډو وبایلله.

د افغان نولس کلنې لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې  شفيق الله غفاري (۲۸) او عارف دولتزی (۳۳ )زياتې منډې جوړې کړې.

د هند نوولس کلنې لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې تر ټولو غوره توپ اچونه يوراج چودري درې، او وير دوه لوبغاړی وسوځول.

افغانستان به دوهمه پنځوس اوریزه سیالي په دې سیریز کې د جنوبي افریقا نوولس کلنو پر وړاندې ترسره کړي.