fbpx

ښوونکې پر خپل شاګرد ١٠٠ واره جنسي تېرى کړى

په امريکا کې يوه هلک پر خپلې ښوونکې د جنسي تېري تور لګولى دى. دا هلک وايي چې له دې سره يې استادې ١٠٠ واره جنسي تېرى کړى دى. رسنۍ وايي چې ښوونکې څارنوالۍ ته معرفي شوې ده.

د ډيلي مېل د راپور تر مخه، په ٣٨ کلنې ښوونکې هيتر ونفيلډ باندې هله د دوسيې جوړولو امر وشو، چې پر هغې باندې خپل يو پخواني شاګرد د ١٠٠ واره جنسي تېري تور ولګاوه. هغه وايي چې د دې عمل پيل هله وشو، چې کله دى ١١ کلن و.

هيتر ونفيلډ ٣٨ کلنه واده شوې ښځه ده، چې ماشومان هم لري او د خپل خاوند سره اوسېږي. د دې استادې په اړه پوليسو څېړنې له ٢٠١٦ کال راهيسې پيل کړې وې او د روان کال د جنورۍ په مياشت کې نيول شوې ده. هغه مهال نوموړې په الپينا کې د تنډر بي ښوونځي ښوونکې وه.

پرې دې امريکايۍ ښوونکې دوه دوسيې جوړې شوې دې، يوه دوسيه د ماشوم سره د جنسي تېري په اړه ده او بله بيا کمپيوټر د جرمي کړنو لپاره د کارولو په اړه ده.

که چېرته پر هيتر ونفيلډ باندې تورونه ثابت شول، نو کېداى شي چې ټول عمر هم په زندان کې تېر کړي.

په راپور کې د الپينا نيوز د يو خبر په حواله ليکل شوي دي، چې دغه ١٤ کلن هلک چې پر خپلې ښوونکې يې د جنسي تېري تور لګولى، وايي د دې هر څه پيل هله وشو، چې هغه ١١ کلن و او ٣ کاله پرله پسې يې د الپينا په بېلا بېلو هوټلونو کې ١٠٠ واره پر هغه جنسي تېرى کړى.

هلک وايي، چې ښوونکې به ورته ګرانبيه ډالۍ هم ورکولې او يو ځل يې د خپلې کورنۍ سره په رخصتيو کې فلوريډيا او ټينيسي ته په چکر هم بيلوى و، چې بيا په ٢٠١٦ کال کې يې د هغه په ګمراه کولو پيل وکړ.

هلک وايي، د همدغه کال (٢٠١٦) د جولاى پر ٢مه نېټه يې ورسره لومړى ځل جنسي اړيکه هم د هغې په کور کې ونيوله، چې له هغه وروسته بيا دا عمل په هوټلونو او نورو ځايونو کې هم دوامداره شو. هغه وايي: ((موږ به په کور هر وخت جنسي اړيکې نيولې او د جنسي اړيکې د نيولو پر مهال به ډېر ويرېدو هم)).

له دغه هلک سره د خپلې استادې ځينې لوڅ انځورونه او ويډيوګانې هم شته.

ياده دې وي چې د دغه هلک او ښوونکې د جنسي اړيکو خبر هغه وخت رابرسېره شو، چې د هلک ملګرې د هغه په فېسبوک کې د دواړو ميسجونه وليدل او له هغه وروسته يې پوليسو ته خبر ورکړ.

خو د هيتر ونفيلډ مدافع وکيل بيا وايي دا ټول تورونه رد کړي دي او ويلي يې دي، چې دا هلک درواغ وايي. هغه وايي چې اول هلک ويل چې پر ده يې ١٠٠٠ واره جنسي تېرى کړى، خو اوس وايي چې نه ١٠٠ واره پرې جنسي تېرى شوى.

وکيل له محکمې غوښتنه کړې، چې دا دوسيه دې ختمه کړي. هغه وايي چې هيتر او د هغې خاوند يو مهال پرېکړه کړې وه چې دا هلک پر خپل زوى ومني او په کور کې يې له ځان سره وساتي، خو هلک ترې انکار کړى و.

د لوڅو انځورونو او ويډيوګانو په اړه بيا د هيتر مدافع وکيل ويلي، چې دغه هلک د هيتر د موبايل فاسورډ درلود او د هغه له موبايل څخه يې دا هر څه غلا کړي دي.

خو ويل کېږي چې پوليسو د هيتر ونفيلډ د بېنک او کرېډټ کارټ ټول معلومات هم په محکمه کې جمع کړي دي، چې پکې د هوټل بلونه او نور ډېر څه شته. د محکمې قاضي بيا ويلي دي، چې د هيتر ونفيلډ پر ضد ډېر شواهد شته، نو دوى به دوسيه مخکې يوسي.