fbpx

د سولې راتلونکی \ فېض ځلاند

د افغان سولې بحث وروسته له کلونو څخه داسې یو پړاو ته لار پیدا کړې، چې کیدای شي د افغان جګړې د پای سبب وګرځي. د طالبانو او امریکایي چارواکو ترمنځ د سولې بحثونه پنځم پړاو ته داخل شوي دي، سره له دې چې په پیل کې داسې تمه موجوده وه چې پنځم پړاو به د څلورم پړاو نیمګړی بحث تکمیلوي خو اوس داسې ښکاري چې پنځم پړاو د سولې د روانو بحثونو ټاکوونکی او وروستی بحث ګڼلی شو. په تېرو څلورو پړاونو کې د باور جوړوني هڅې کېدې، د خبرو د اجنډا په سر دواړه لوریو نیوکې او اندیښنې لرلې، له دې امله تمه دا وه چې په پنځم پړاو کې به د باور فضا رامنځته شي، د خبرو اجنډا به وروستۍ شي او د راتلونکو بحثونو لپاره به لار هواره شي.

داسې ښکاري چې د امریکا تلوار دی، د ټرمپ په اداره کې له افغانستان څخه د وتلو کوښښ ښه په درز کې روان دی، خلیلزاد او ټیم یې له سخت فشار سره مخ دي، له دې امله، امریکا په پاکستان د وروستیو فشارونو په پایله کې د طالبانو پخوانی مرستیال مشر ملا غني برادر دوحې، قطر ته ورساوه، د ملابرادر ګډون د سولې د خبرو په پنځم پړاو کې د امریکا د تلوار پایله ګڼلی شو.

د دې ترڅنګ د طالبانو لپاره ستره لاسته راوړنه ده، ځکه ملا برادر نه یواځې په افغان سوله باور لري، بلکې د طالبانو په لیکه کې د منلي مشر په توګه د طالبانو د لیکو د یو ځای کیدو او د راتلونکي نظام د پیاوړتیا په برخه کې هم غښتلی کردار لوبولی شي.

د سولې د پنځم پړاو د لومړنیو څلورو ورځو اجنډا یواځې په بهرنیو پوځیانو په وتلو او د طالبانو له لورې د نه تهدید په ضمانت را څرخېدې، خو دا چې اوس خبرې له څلورمې ورځې دا دی اتمې ورځې ته رسیدلي، د بحث اجنډا هم پراخه شوې ده.

د روانو خبرو په اوږدو کې د اوربند، له افغان لورې سره د طالبانو خبرې، د بندیانو د خلاصولو موضوع او دا رنګه د راتلونکي نظام د جوړښت په محور را څرخي.

تر ډېره بریده تمه موجوده ده چې د بهرنیو پوځیانو د وتلو میکانیزم به تمام شي، بهرنیان به د پوځیانو د وتلو تفصیل له طالبانو سره شریکوي، نړیوال ضمانت به وړاندې کوي، دا رانګه به طالبان لویدیځ ته د تهدید د نه رامنځته کیدو تفصیل او ضمانتونه نهایي کوي. د دې پړاو خبرو وروسته، د طالبانو او افغان لوري ترمنځ ناستې ته به لار هواره شي، طالبان د افغانانو ترمنځ د خپلمنځیو ستونزو، د راتلونکي نظام په بڼه، اساسي قانون او ګڼو نورو موضوعاتو به خبرې وکړي.

هیره دې نه وې چې د پنځم پړاو خبرو وروسته به د تور لیست د سپینولو، د طالبانو د سیاسي دفتر د رسمیت بحث هم تکمیل شي، په دې سره به افغان سوله خپل لازمي پړاو ته داخل شي.

ليکوال : فېض ځلاند