fbpx

د عمران خان وزير: له خداى وروسته عمران خان تر ټولو لوى کس دى

په پاکستان کې د عمران خان د حکومت يو وزير په يوه خپرونه کې ويلي، چې تر الله پاک وروسته عمران خان لوى انسان دى. د خپرونې کوربه او يوه بله مېرمن هڅه کوي، کوي چې د عمران خان دغه وزير ته ووايي، چې الله پاک او انسان سره پرتله کول، ښه خبره نه ده، خو هغه بيا هم وايي، چې تر خداى پاک وروسته عمران خان لوى کس دى.

دا خبرې د عمران خان د حکومت د اوبو وزير فېصل واوډا له يوه خصوصي ټلويزيون سره د خبرو پر مهال کړي دي، چې د مسلمانانو سخته غوسه يې راپارولې ده.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې په دې اړه باندې د اسمبلۍ يو غړي په خپلو خبرو کې ويلي دي، چې تر الله پاک وروسته پېغمبران لوى خلک و. هغه وايي چې په دې خبرو سره فېصل واوډا د ټولو پېغمبرانو سپکاوى کړى دى او له اسلام څخه خارج شوى دى. هغه وايي چې له خداى پاک وروسته زموږ خوږ نبي حضرت محمد مصطفى صلى الله علېه وسلم تر ټولو لويه هستي ده.

همدا راز يو بل غړي بيا په فېصل واوډا باندې لعنت ويلى دى او ويلي يې دي چې هغه دې ژر تر ژره بېرته کلمه ووايي او توبه دې وباسي، ځکه د هغه وژل پکار دي.

هغه وايي چې د حکومت مشر (عمران خان) غلط انسان وي، نو په کابينه کې به يې هم ټول دغسې پوچ خولي وي، چې په دې هم نه پوهېږي چې څه وايي او چاته سپکاوى کوي.

ياده دې وي چې پاکستانيان وايي، چې پاکستان د الله په نوم جوړ شوى هېواد دى، خو په دغه هېواد کې چې کله هم حکومتي چارواکي راغلي دي، هغه ټول له دينه ډېر ليرې وي، څه موده مخکې د پاکستان يو پخواني لومړي وزير په يوه غونډه يو صورت پنځه ځلې تکرار کړ، خو پنځه ځلې يې غلط ووايه.