fbpx

پاکستان کې د ښځو ورځ: بسترې ځان ته په خپله تودې کړئ

نن د مارچ اتمه، د ښځو ورځ، چې د ښځو د درناوي په پار د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې په ډېر احترام ولمانځل شوه، خو دا ورځ په پاکستان کې په څومره بې شرمۍ ولمانځل شوه، دلته يې درسره ځينې عکسونه خپروو، چې تاسې وګورئ چې د پاکستان په يو شمېر ښارونو کې دا ورځ ښځو په څه ډول لمانځلې ده.

د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون په لاهور، کراچۍ او نورو ډېرو ښارونو کې نن د ښځو ورځ د ((ازادۍ ورځ)) په نوم ولمانځل شوه او د پاکستان ښځو له ډېرو شيانو د ازادۍ غږونه پورته کړل، چې لاندې يې موږ په عکسونو کې ګورو.

پاکستان کې د ښځو ورځ (1)

په پورته عکس کې تاسې يوه ښځه وينئ، چې په لاس کې يې دغه کاغذ نيولى دى، په دغه کاغذ باندې په اردو ژبه کې ليکل شوي دي چې زه آواره، يعنې هسې چټي بهر ګرځم او زه يوه بد چلنه ښځه يم.

پاکستان کې د ښځو ورځ (13)

په دې پورته عکس کې هم د لومړي عکس په څېر خبره ليکل شوې، خو دلته يوازې درې توري ليکل شوي دي ((اکيلي، آواره، آزاد)) يعنې معنا يې دا ده چې دا ښځه وايي چې زه يوازې يم، هر چرته چې ګرځم د چا راپکې کار نشته، ځکه زه ازاده يم او هر څه چې وغواړم، هغه به کوم.

پاکستان کې د ښځو ورځ (3)

په دې عکس کې چې کومې ښځې دا کاغذ په لاس کې نيولى دى، په دې ليکل شوي دي چې که لوپټه مو دومره خوښه وي، نو بيا يې په خپلو سترګو باندې وتړئ. دلته نو د ښځو د ستر او پردې نه دوى ازادي غواړي او وايي چې ستر او پرده که څوک کوي، نو خپلې سترګې دې وتړي.

پاکستان کې د ښځو ورځ (14)

د دې ښځې سره چې په لاس کې کوم کاغذ دى، په دې باندې ليکل شوي دي چې زه لولي پاپ، يعنې چوشک نه يم، بلکې يوه ښځه يم.

پاکستان کې د ښځو ورځ (12)

د دې ښځې په کاغذ کې تاسې د يوې ښځې عکس هم ليدلى شئ، په دې يې ليکلي دي چې زه صحيح کېناستم، يعنې په هغه څه يې نيوکې کړي دي، چې زياتره وخت سړي ښځو ته وايي، چې بايد څنګه کېني، نو دلته دې ښځې همدې ته اشاره کړې ده او دغه عکس يې د نمونې په ډول پکې جوړ کړى دى.

په دې عکس کې چې دې سرو کاليو والا ښځې په لاس کې کوم کاغذ اوچت کړى دى، په دې کې يې ليکلي دي چې زما بدن ستا د لقبونو محتاج نه دى، ته بس يوازې يو سړى يې، زما د سر تاج نه يې.

پاکستان کې د ښځو ورځ (10)

دا ښځه، چې په لاهور کې راوتې ده او د ((آزادۍ ورځ)) لمانځي، وايي چې ښځه عزت نه دى، بلکې ښځه هم انسان دى او د ازادۍ حق لري، حق لري چې هر څه وغواړي هغه وکړي.

پاکستان کې د ښځو ورځ (9)

دا ښځه چې په کراچۍ کې راوتې ده او د ښځو د ازادۍ ورځ لمانځي، وايي چې زموږ د واده فکرونه مه کوئ، بلکې زموږ د ازادۍ او خپلواکۍ فکر وکړئ. وايي چې هر څه يې زړه وي، بايد هغه وکړي، نه چې لويې شي او د کورنۍ په خوښه دې بس ژر واده شي.

سپين کالي په تن، په غاړه کې توره لوپټه، دا ښځه په لاهور کې راوتې ده او د نورو خلکو تر څنګ د خپلې آزادۍ ورځ لمانځي او وايي، چې ډوډۍ به درته زه ګرمه کړم، خو بستره ځان ته په خپله ګرمه کړه. له دې جملې څخه يې مراد دا دى چې ډوډۍ درته ګرمولى شم، خو په بستره کې دې نور کار خپل دى، په ما به غږ نه کوې.

پاکستان کې د ښځو ورځ (7)

دا په لومړي سر کې ولاړې دواړه ښځې دي، هسې نه دا فکر وکړئ چې دا د سپينو کاليو والا سړى دى. له دې سره چې دا بله ښځه ولاړه ده، دا وايي چې زه کولاى شم ټاير هم بدل کړم. معنا يې دا ده چې سړيو ته اړتيا نه لري او په خپله هم د موټر ټايرونه بدلولاى شي.

پاکستان کې د ښځو ورځ (6)

دا ښځه هم په کراچۍ کې د آزادۍ لپاره راوتې ده، له عکس څخه يې معلومېږي چې څه غواړي، خو په کاغذ يې ليکلي دي، چې زموږ وخت راغلى دى. نور تاسې يې د لاسونو له نښو څخه اندازه وکړئ، ځکه هر څه يې په دغه عکس په بشپړ ډول بيان کړي دي او وايي چې اوس زموږ وخت دى.

په داسې حال کې چې د پاکستان ملا، سياسيون او عام وګړى هم سهار او ماښام په افغانستان کې د جنګ فتوا ورکوي، سهار او ماښام په خپلو جوماتونو کې د دې لپاره چندې راټولوي، چې دلته زموږ ماشومانې په پرده او ستر کې د درس لپاره ځي، تر څو د هغوى مکتب وران کړي، زموږ په هېواد کې يې جنګ د اسلام په نوم تود ساتلى دى، خو په خپل هېواد کې يې بيا ښځې دغه ډول ازادي غواړي، چې په عکسونو کې مو يې نمونه وليدله. خو هېڅ پاکستانى ملا يا سياسيون به ونه وينئ، چې د دې پر ضد راپاڅېږي او ووايي، چې لومړى خو په پاکستان کې جهاد پکار دى.