The news is by your side.

د تالب واکمني کې د جمهوريت مشروعيت/ م،م د حنيف اتمر ليک منلی او فایق يې له دندې ليري کړ

خبريال ويب پاڼه/ موده مخکې د اسحاقزي له استعفاء وروسته نصير احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمې استازي په حیث دنده پيل کړه خو اوس يو بل کس چې اتمر يې حقدار بولي معرفي شوی.
اوس مهمه پوښتنه داده چې ملګري ملتونه اوس هم اتمر د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په حيث پيژني او د خط اعتبار يې دومره اغېزه لري چې يو کس بدل او نوی معرفي کړي.
ملګري ملتونو ته د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر محمد حنيف اتمر لیک استولی او پکښي يې د محمد ولي نعيمي د مقرري غوښتنه کړې چې ورسره سم ملګري ملتونو نصير احمد فایق له دندې لیرې او محمد ولي نعيمي يې د افغانستان د دایمې استازي په توګه ټاکلی.
ملګري ملتونو په خپل بيان کې ويلي ځکه يې دا کار کړی چې محمد ولي نعيمي د غلام اسحق زي په وخت کې ناروغ وو، ولې اوس چې يې صحت ښه دی دوی يې پر دې دنده ګماري.
دوه ورځې وړاندې د افغانستان د دایمې استازولۍ پر څوکۍ باندې ناندرۍ راپورته شوې او پخواني سرپرست استازي محمد حنيف اتمر په توطيه جوړولو تورن کړ.
فایق وويل چې تيره مياشت د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په وینا کې چې ده له نړيوالې ټولنې وغوښتل ترڅو د تير حکومت په فساد د ککړو کسانو شتمنۍ بايد کنګل شي په مقابل کې دا کار کړی.
اوس لپاره ملګري ملتونو په رسمي ډول ويلي چې محمد ولي نعيمي د افغانستان د جمهوریت حکومت په استازولي دايمي استازی دی په داسې حال کې چې پر افغانستان له تيرو څه باندې پنځو میاشتو راهسې تالبان واکمن دي تالبانو سهيل شاهين د ملګرو ملتونو د دايمي استازولۍ لپاره نوماند کړ چې بيا ورسره ملګرو ملتونو ونه مانه.
د اوس محمد ولي نعيمي د دې دندې لپاره نوی کس ګمارل شوی خو دا چې څومره وخت به يې دنده دوام وکړي مالومه نه ده.

Comments are closed.