fbpx

افغان ملي راډیو ټلویزیون د ستر بدلانه په درشل کې

د یوه هېواد ملي راډیو ټلویزیون د خپلو خلکو او ولس ژبه او د پېژندګلوۍ یو ارزښتمن سمبول بلل کېږي. نړۍ ته یې د غږ رسولو په برخه کې د ملي رول اساسي او کلیدي دی. نو په همدې دلیل ورباندې ډېره پانګونه کېږي او په دوامداره توګه یې په عصري معیارونو د برابرولو هڅې روانې وي چې په رسنیز ډګر کې اوسمهالو اړتیاو ته د ځواب ویلو جوګه وي. خو په خواشینۍ سره افغان ملي راډیو ټلویزیون د بدلانه او عصريتوب له روان کاروانه ډېر وروسته پاتې دی. دلایل یې چې هر څه وي ورباندې نه تمېږو، خو دا خبره جوته ده چې شته ګڼو ستونزو سره سره د نوښتونو کمی هم ډېر جوت و. خو اوس دغه افغان ملي بنسټ له نیکه مرغه د بدلانه او سمون درشل ته ودرېدلی. افغان ملي راډیو ټلویزیون ته د نوښتګر ژورنالیست اسماعیل میاخیل ګومارنې په دغه اداره کې سمون راتلو او نړیوالو معیارونو سره یې د برابرولو تمې په بي بي سي کې د هغه لاسته راوړنو ته په پام سره د توجیه وړ دي.

د بي بي سي د مشرانو پام د بي بي سي پښتو ټلویزیون جوړولو ته هغه مهال واوښت چې د نوموړي په نوښت د بي بي سي نوموتې ((ستاسو غږ)) خپرونه انلاین لپاره ويډیویي شوه. نوموړی وروسته د بي بي سي د انلاین برخې مشر شو چې په پښتو وېبپاڼه او پښتو فېسبوک پاڼې کې نوښتونه ټولو ته څرګند دي او د بي بي سي راډیویي خپرونه یې په لومړي ځل په تصویري بڼه پر فېسبوک خپره کړه چې وروسته بیا د بي بي سي نورو ژبو هم دغه نوښت خپل کړ.

ښاغلي میاخیل په لندن کې د میډیا په برخه کې زده کړې کړي او په دې وروستیو کې د بي بي سي د پنځو څانګو د یوټیوب مشري په غاړه لرله چې پنځه سره یې بریالیتوب ته ورسول. افغان ملي راډیو ټلویزیون د دغه راز نوښتونو سخت تږی دی او اوس به دا تنده خړوبه شي. هیله دا ده چې د دغې ادارې له نوي مشرتابه سره پوره همکاري وشي، هم د ولس او هم د حکومت له لوري.اسماعيل مياخېل ١

اسماعيل مياخيل له نېژدې دوو لسيزو پيژنم او په هرځل ليدلو او کتلو کې ماته نوښت را برېښولی دی.

اسماعيل يوازينی افغان ژورناليست و چې يو ابتکار يې په پښتو برخه کې وکړ او وروسته د بي بي سي ټولو ژبو کاپي کړ.

راډيويي خپرونې يې ډيجيټل کړې او هره خپرونه يې مخامخ په ژوندۍ بڼه پر فېسبوک خپروله، له نيکه مرغه اوس دا کار د افغانستان نورې رسنۍ هم کوي.

د بي بي سي د پنځو ژبو د يوټيوب چينلونو کنټرول او مشرتوب عادي کار نه دی، خو له افغان څانګې نه د وتلو پر وخت نوموړی سمدستي د دې برخې مشر شو.

د اسماعيل مياخيل په تخنيکي مرسته خبريال ادارې په بريتانيا کې بيلابېل پروګرامونه کړي چې ښې بيلګې يې د پاني پت او زرملوال سيمينارونه دي.

که افغان حکومت په رښتيا هم اسماعيل مياخيل ته اختيارات او امکانات برابر کړي، دا حتمي ده چې د افغانستان ملي راډيو ټلويزيون به د هيواد او سيمې په کچه يوه پياوړې اداره شي.

خبريال اداره