fbpx

د داعش فرانسوۍ ناوې وژل شوې

 

د حیات بومدین په نوم دغه ښځه د داعش ډلې خطرناکه ناوي هم نومول شوې او داسې راپورنه ورکول شوي چې سوریه کې د هوايي برید پرمهال وژل شوې ده.

بومدین د باغوز ښار کې په نښه شوې وه، ددې ښځې میړه په ۲۰۱۵ کال کې هغه مهال په پاریس کې ووژل شو چې یوه رسټورانټ کې یې  څلور کسان برمته کړي وو.

دیرش کلنه بومدین د یوې ورځپاڼې د محاسبې برخې کارکوونکې وه چې دې هېواد کې يې پر حجاب باندې  پر بندیز سربیره بیاهم اغوست، دا د پاریس ښار جنوبي برخه کې زېږېدلې وه چې څلور وروڼه او شپږ خویندي لي لرلې.

کله چې د دې میړه کولیبالي د هوټل پیښه کې ووژل شو د یومدین پلار خبر شو چې  دې پیښه کې نوموړې لاس درلود نو سخت ټکان يې وخوړ، له دې پیښي وروسته فرانسوي پولیسو د کولیبالي په نامه سړی او د حیات بومدین په نوم ښځې لټون پیل کړی وو.

خو پولیسو یوازي ددې میړه خطرناک وباله او زیاته يې کړه چې ښايي بومدین ترهګره نه وي، بومدین لومړی ترکیې او وروسته بیا سوریې ته تللې وه.

د ترکیې د بهرنیو چازو وزارت ویلي وو وړاندې له دې چې بومدین سوریي ته ولاړه شي د استانبول هوايي ډګر ته له مادریده تللي چې هغه وخت يې ترکیې ته ددې د ننوتلو هیڅ راز غوښتنه نه وه شوې.

وروسته له هغه بومدین له یوه افریقايي سړي سره چې مهدي نومیدی لیدل شوې وه چې نوموړی هیڅ ترڅار لاندې نه وو، ترکیې دولت داسې فکر کوی چې مهدي له سوريې څخه یوځای ترکیې ته له حیات سره اوښتی دی.

رپوټونه وايي بومدین له کولیبالي سره د ملګرتیا تار درلود چې ګني دواړه هغه وخت د اسلام پر زدکولو بوخت وو.

کولیبالي له بومدین سره په ۲۰۰۹ کال د اسلامي شریعت په رڼا کې واده کړی و.