fbpx

هند: پاکستان په بالاکوټ کې د برید په اړه معلومات له ژورنالستانو پټوي

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند راوش کمار ویلي چې پاکستان هڅه کوي د هغه برید په اړه معلومات پټ وساتي چې د هندوستان هوایي پوځ د پاکستان په خاوره بالاکوټ کې کړی و.

هند ادعا لري چې په کشمیر کې د مخامخ جګړو ترڅنګ هندي ځواکونو د پاکستان په بالاکوټ سیمه کې د جیش محمد وسله والې ډلې  تر ۲۵۰ تنو غړي د جنګي الوتکو په واسطه ووژل.

پاکستان بیا دا ادعا ردوي او وایې چې د هند هوایې ځواک په یوه دښته کې بمونه غورځولي او په تېښته بریالي شوی خو هند بیا وایې چې د ثبوتونو سره مو د یادې ډلې غړي وژلي.

تېره اونۍ د هند د هوايي ځواکونو نوی مشر بریندر سینګ وايي هندي الوتکو په بالاکوټ کې خپل اهداف په نښه کړي دي، په بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېرل د دوی کار نه دی هغه دې پاکستان وشمیري.

همداراز سینګ ویلي و که دوی پر یوه هدف د برید پریکړه کوي، نو خامخا برید هم پرې کوي، او که دوی په ځنګل کې بمونه غورځولي وای نو بیا پاکستان ولې ځوابي اقدام وکړ.

د هند ادعا شته خو اصلي کیسه څه ده د دې برید په تړاو پاکستان ژورنالستانو ته اجازه نه ورکوي چې په دغه هېواد کې د هند د وروستیو هوايي بریدونو له ځایه له نژدې لیدنه وکړي.

هندي ویاند راوش کومار وویلي واقعیت دا دی چې پاکستان تر دمګړۍ څو ځله سیمې ته د ژورنالستانو د تګ غوښتنه رد کړې ده نو له دې معلومېږي چې هلته یوڅه شته چې پاکستان یې پټوي.

بلخوا رویټرز خبري اژانس د راپور ورکولو له‌ مخې د پاکستان امنیتي چارواکو د تېرې پنجشنبې په ورځ د امنیتي اندېښنو له امله د یاد اژانس ژورنالستان دغې سیمې ته له ورتلو منعه کړي دي.

د یادونې وړده د پاکستان او هند ترمنځ د وروستي کړکیچ له امله دواړه لورو پر یو بل د بریدونو لړۍ پیل کړې ویل کېږي چې تېره اونۍ هم د هند سمندري ځواک د پاکستان اوبو ته وراوښتي.

د پاکستان سمندري ځواک ادعا کړې وه چې د هند د اوبو لاندې ځواکونه په غیر قانوني توګه د دوی اوبو ته ورغلي چې مخه یې نیول شوې ده.