fbpx

افغان نوولس کلنې لوبډلې دریمه لوبه هم له جنوبي افریقا بایلوده

د افغانستان نوولس کلنې ملي لوبډلې د جنوبي افریقا نوولس کلنې ملي لوبډلې په وړاندې د څلور اړخيز سيريز دریمه لوبه نن بايلوده.

له دې وړاندې په څلور اړخیزه سیریز کې افغان لوبډلې د هند ب (۱۹) کلنې او الف نوولس کلنې لوبډلې  څخه هم ماتې خوړلې وې او دا ځل یې نن له جنوبي افریقا نوولس کلنې لوبډلې څخه هم
ماتې ومنله.

په هند کې دا څلور اړخیزه سیریز د هند، افغانستان، او جنوبي افریقا ترمنځ پیل شوی و په دې سیریز کې څلور لوبډلې ولوبېدې چې یوه له افغانستانه دوه له هندوستان او یوه د جنوبي افریقا نولس کلنه لوبډله وه.

نن په دریمه سیالۍ کې د جنوبي افریقا  نوولس کلنې لوبډلې لومړی توپ وهنه وکړه او د ( ۴۹،۵) اورونو په  لوبولو سره یې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو د( ۲۰۱) منډو هدف افغان نوولس کلنې لوبډلې ته وټاکه.

د جنوبي افریقا ( ۱۹) کلنې  لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې ترټولو ښه توپ وهنه ویکټ ساتونکي بیوفورټ (۴۰) منډې همدارا ز پرسونس هم( ۴۰) منډې جوړې کړې.

د افغانستان نوولس کلنې ملي لوبډلې له لورې په توپ اچونه کې ریاض حسن درې لوبغاړي،  عارف دولت زي، عابد محمدي او شفیق الله غفاري دوه دوه لوبغاړي له مخې پورته کړل.

افغان نوولس کلنې لوبډلې د (۲۰۰) منډو هدف په ځواب کې ټوله لوبډله په( ۴۸،۳) اورونو په لوبولو سره په  ( ۱۹۱) منډو باندې  وسوځیدله  او په دې سره یې دریمه سیالي په (۹) منډو وبایلله.

د افغان نولس کلنې لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډېرې منډې فرحان ذاخېلوال نیمه سلیزه ووهله دی په (۶۳) منډو وسوځېد همداراز ریاض حسن (۳۵) او اسحاق ځاځي (۲۰) منډې ترسره
 کړې.

د جنوبي افریقا لپاره په توپ اچونه کې مارکو جانسن څلور افغان لوبغاړي وسوځول چې په سیالیو ګټلو کې مهم رول ولوبوه همداراز پرسونس او کلیوټ دوه دوه لوبغاړي له مخې پورته کړ.

دا سیالي جنوبي افریقا نوولس کلنې په (۹) منډو باندې  وګټله په دې ماتې سره په څلور اړخیزه سیریز کې افغان لوبډلې خپلې درې واړه لوبې وبایللې.

د یادونې وړده چې  دا لوبې نن پای ته ورسېدې او د هندوستان الف لوبډله پکې بریالۍ شوه او د دې سیالیو ګټونکې لوبډله هم اعلان شوه.