fbpx

د هندۍ لوبډلې د خپل پوځ ملاتړ پاکستانیان غوسه کړي

د پاکستان او هند ترمنځ وروستی کړکیچ ورځ تر بلې ډیریږي د دواړو هېوادونو ترمنځ دا کړکیچ وروسته له هغې رامنځته شو کله چې په کشمیرکې د فبرورۍ په ۱۴ مه نېټه پاکستانۍ جیش محمد وسله والې ډلې په هندي ځواکونو وسله وال برید وکړ.

د هند او پاکستان ترمنځ د هر ډول جګړو وروسته تېره شپه هندۍ ملي لوبډلې د اسټرالیا خلاف په دریمه یو ورځنۍ سیالۍ کې کرېکټ ته ځانګړې شوې خولۍ پر ځای د هند د پوځ په ملاتړ د هندي ځواکونو خولۍ پر سر کړې وې .

تېره شپه د مارچ په ( ۸ ) مه نېټه د هند یوولس کسیزه ملي لوبډله لوبغالي ته د لوبېدو پر مهال د خپل پوځ په ملاتړ په داسې مهال راښکته شوه چې هېڅ یې تصور نه کېده ،د کرېکټ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره هندي لوبغاړو د پوځ خولۍ په سرکړې وې او سیالي یې په دې خولیو پیل کړه .

دا دریمه یو ورځنۍ سیالي که څه هم هندۍ لوبډلې په ( ۳۲) منډو بایلوده خو بیا یې هم خپل ملاتړ د پوځیانو سره په نړیواله کچه وښود د دې لوبډلې دې ډول کړنې ټوله نړۍ هېرانه کړې . خو پر پاکستان یې اوربل کړی دی.

د هند په دې ډول کار پاکستاني کرکټ بورډ خپله غوسه څرګنده کړې او دایې هم ویلي چې هند د شاهانو دا تاریخي لوبه په سیاست ور ګډوي او دا د کرېکټ لوبود اوصولو سره په ټکر کې ده .

تېره شپه د مارچ په اتمه د هند او اسټرلیا کرکټ ملي لوبډلو تر منځ درېمه تاریخي یو ورځنۍ سیالۍ د هند په رانچي ښار کې ترسره شوه چې د اسټرالیا په ګټه پای ته ورسېده.

په دې لوبه کې پچه د هند لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه .اسټرلیا ملي لوبډلې په توپ وهنه کې په ټاکل شویو (۵۰) اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره د (۳۱۴) منډو هدف د هند ملي لوبډلې ته وټاکه.بزر

د اسټرالیا لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې د پیل دوه لوبغاړو عثمان خواجه ( ۱۰۴) او ایرون فینچ بیا (۹۳) منډې تر نورو ډېرې جوړې کړې.

د هند لپاره په توپ اچونه کې ورو توپ اچوونکي کولدیپ یادوو درې او چټک توپ اچوونکي محمد شامي یو لوبغاړي له مخې پورته کړ.

د هند لوبډلې ټاکل شوی د( ۳۱۴) منډو هدف ترلاسه نکړ او د( ۴۸،۲) اورونو په لوبولو سره یې ټوله لوبډله په (۲۸۱) منډو وسوځېده او سیالي یې اسټرلیا ته په ۳۲منډو بایلوده.

د هند لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې لوبډلمشر ویراټ کهولي سلیزه جوړه کړه ،نوموړي( ۱۲۳) منډې ترسره کړې، همداراز ویجی شهنکر (۳۲) او ایم
. ایس ډوني بیا (۲۶) منډې جوړې کړې

د اسټرالیا لپاره په توپ اچونه کې زمپا، کومینس او ریچرډشن درې درې لوبغاړي له مخې پورته کړ او سیالي یې د هند نه په (۳۲) منډو وګټله.

د یادونې وړده له دې وړاندې هم د هند لوبډلې لوبغاړو او هندي کرکټ بورډ د پاکستان سره د وروستي کړکیچ له امله د کرکټ نړیوالې شورا غوښتی و چې په راتلونکې نړیوال جام کې دې پاکستان له سیالیو بهر کړي.