fbpx

نن افغانستان ایرلینډ سره ورستۍ ۵۰ اوریزه لوبه کوي

 

افغانستان او ایرلینډ به نن د پنځوس اوریزه سیالیو د لړۍ په وروستۍ لویه کې یو له بل سره مخامخ کیږي تیره لوبه چې د لړۍ څلورم لوبه وه چې افغانستان په لوی توپير ایرلینډ څخه په خپل نوم کړه.

بیا به هم افغانستان د ایرلینډ کوربه توب پرغاړه لري پنځه ورځې وروسته د یوه بل ازمویښت ټیسټ لوبې لپاره دواړې لوبډلې خپل بخت ازمايي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن یکشنبه د مارچ په لسمه د اېرلنډ د کرکټ له لوبډلې سره د ۵۰ اورنو وروستۍ نړیواله مسابقه لري

د پنځوسو اورونو کرکټ د سیالیو د روانې لړۍ څلورمه لوبه د افغانستان د کرکټ لوبډلې په څلورو وایکټو وګټله.

تیره لوبه افغانستان په زیات توپیر له ایرلینډ څخه وګټله په ٤٩.١ اورونو کې افغانستان د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٢٣ منډې وکړې، چې پکې د محمد نبي، اصغر افغان او راشد خان خوندورې پنځوسيزې هم شاملې وې، افغانستان ايرلېنډ ته د ٢٢٤ منډو هدف وټاکه.

د کيوين اوبراين ٢٦، سيمي سينګ ٢٠ او پورټرفيلډ ٢١ منډو نه پورته د ايرلېنډ هېڅ لوبغاړي ښه لوبه ونه شوه کړاى او ټول د افغان توپ اچوونکو مخې ته ټينګ نه شول او پرله پسې وسوځېدل.

د ايرلېنډ ټول لوبغاړي په ٣٥.٣ اورونو کې وسوځېدل او ايرلېنډ ټولې ١١٤ منډې وکړې، چې افغانستان ته يې ستره بريا ور په برخه کړه.

د افغانستان له خوا آفتاب عالم ٤، مجيب الرحمان او راشد خان دوه دوه او محمد نبي او ګلبدين نايب يوه يوه ويکټ ترلاسه کړه او د افغانستان په بريا کې يې ستر رول ولوباوه.

افغانستان په ١٠٩ منډو په څلورمه يو ورځنۍ لوبه کې بريا ترلاسه کړه او د پنځوو لوبو په سيريز کې د دوه لوبو په بريا سره له ايرلېنډ مخکې شو، يوه لوبه ايرلېنډ هم ګټلې او همدا راز دوهمه يو ورځنۍ لوبه د باران له امله بې نتيجې پاى ته رسېدلې وه.

د لوبې غوره لوبغاړى راشد خان غوره شو او راتلوونکي لوبه هم تمه شته چې افغانستان وړونکی شي ترڅوددې لوبو لړۍ هم په خپل نوم کړي.