fbpx

د افغانستان او آیرلینډ ترمنځ سیریز یو برابر پای ته ورسېد

د افغانستان په کوربه توب د هند په دهرادون ښار په راجیو ګاندي کرېکټ نړیوال لوبغالي کې د آیرلینډ او افغانستان ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو وروسته د پنځو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوي شو .

په دې سفر کې د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ افغان لوبډلې ګټلې وه او د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ نن د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوي پای ته ورسېده له  دې وړاندې دوه افغانستان یوه ایرلینډ ګټلې وه  او یوه سیالۍ د اورښت له امله مساوي شوې وه خو نن یې پنځمه وروستۍ  آیرلینډ وګټله او سیریز برابر شو. 

په دې پنځمه یو ورځنۍ سیالۍ کې پچه آیرلینډ لوبډلې ګټلې وه او لومړی یې د توپ اچونې پریکړه وکړه افغان ملی لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره د (۲۱۷) منډو هدف آیرلینډ لوبډلې ته وټاکه.

د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډېرې منډې لوبډلمشر اصغر افغان (۸۲) ناسوځېدلې ، محمد نبي( ۴۰) او راشد خان( ۳۵) منډې جوړې کړې.

د ایرلینډ لپاره په توپ اچونه کې جوش ډکرېل دوه لوبغاړي، میکبرین، مرتاغ، کیمرون او سیمی سینګ یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د اریرلینډ لوبډلې د (۲۱۷) منډو هدف د ( ۵) لوبغاړو په سوځېدو سره په ( ۴۸ ) م اورو کې تر لاسه کړ او افغان لوبډلې ته یې د پنځو ویکټو په توپیر په ماتې ورکولو سره سیریز برابر کړ.

په توپ وهنه کې د ایرلینډ لپاره پاویل سټرلېنګ ۷۰) منډې انډري بېل بېرني بیا تر وروستیو  ( ۶۸) منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې ظاهر خان پکتین په لومړنۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې دوه لوبغاړی وسوځول، همداراز راشد ، محمد نبي  او مجیب الرحمان هم یو یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

دا سیالي ایرلینډ لوبډلې  په پنځو ویکټو وګټله او په دې سره یې د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ مساوي پای ته ورسوله.

افغان ملي لوبډله به د آیرلینډ سره په دې سفر کې یوه وروستۍ ټېسټ سیالي هم د همدې مارچ میاشت پر (۱۵) مه نېټه پیل او په( ۱۹)  مه نېټه   پای ته ورسوي.