fbpx

د ایران ولسمشر عراق ته تللی

 

د ایران ولسمشر حسن روحاني د یوه جګپوړي پلاوي په مشري چې  سیاسي، اقتصادي غړو يې ملتیا کوله د عرق پلازمینه بغداد ته رسیدلی

په پام کې ده چې حسن روحاني به د عراق ولسمشر او لومړي وزیرسره وګوري او پرمهمو موضوعاتو به ورسره بحث وکړي همداشان روحاني به د شعیه تقلید سرچینې مشر ایت الله علي سیستاني سره هم وګوري چې د ښاغلي سیستاني سره به دا لومړی ځل وي چې یو ایرانی ولسمشر ورسره ګوري.

ښاغلي روحاني له خپل سفر څخه وړاندې د تهران مهرآباد هوايي ډګر کې د خپل سفر په هکله وویل چې هدف يې د دوا هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراخول او  ښه کول دي.

روحانی وویل موږ په سختو ورځو کې د عراقي ولس سره ترڅنګ ولاړ وو، او نن چې دوی په سوله او امنیت کې ژوند کوي هم د هغوی په څنګ کې یو، د هغه په وینا چې په اقتصادي برخه کې به اړیکي پراخي کړي ترڅو دواړه هيوادونه مخ پروده راتلوونکی ولري، نوموړي وویل اوس مهال د دواړو هېوادونو  ترمنځ سوداګري ۱۲ میلیونه ډالرو ته رسیږي، خو دوی به کوښښ وکړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۲۰ میلیارده ډالرو ته ورسوي.

حسن روحاني عراق ته په درې ورځني سفر تللی چې هلته به د عراق له یو شمېر لوړو پوړو چارواکو مذهبي مشرانو سره وګوري او ددې  هېوادونو ترمنځ به په اقتصادي او سیاسي برخه کې د ښه اړیکو لپاره خبرې اترې ولري ایراني چارواکو ویلي چې ګاونډیو هېوادونو ته دا ډول سفرونه اغېزمن دي.

د حسن روحاني دا سفر د ۲۰۰۳ یم کال  د صدام حسین د حکومت له سقوط  نه راپديخوا د ایران د ولسمشر په توګه دا دوهم رسمي سفر دی چې ترسره کیږي، دوه ورځې وړاندې محمد جواد ظریف عراق ته د حسن روحاني د سفر د همغږه کولو لپاره تللی وو.

په ۱۳۸۶ لمریز کال محمود احمد نژاد د ایران د ولسمشر په توګه لومړۍ لیدنه له عراق څخه ترسره کړه