fbpx

غني بابا د سولې په وړاندې لوی خنډ

ژمي نه مخکې خلکو له حکومت سره ډېره خواخوږي پيدا کړې وه او د غني نوم به يې غني بابا اخيسته ،خلکو طالبانو ته په کرکه کتل او د دوی سره مينه به يې د هېواد سره لوی خيانت باله ، خو له کله چې د سولې خبرو غږ شوی او بيا طالبانو د افغان حکومت سره له خبرو کولو په وار وار انکار وکړ نور حکومت هم د طالبانو دغه کړنه و نه زغمله لاره ترينه ورکه شوه نور يې وس و نه رسېده ، يوازې يې په شپنيو عملياتو زور واچوه چې چې د جنګ لمبو ته يې يو ځل بيا لمن ووهله او د جګړې مړې سکروټې يې پوه کړې او تازه يې کړې

زه د خپل کلي کيسه کوم ،لس کاله مخکې چې کله بهرني ځواکونه تر کليو ورسېدل د شپې له لوري يې د خلکو پر کو ونو باندې چاپې پيل کړې او د خلکو په ناموسونو باندې يې تېری وکړ او افغانان يې په سپيو و داړل نو افغانانو چې د امريکا د يرغل سره سم يې لا له وړاندې د امريکا پر ضد يې د جومات د امامانو خبرې اورېدلی وې ،خو په هغه وخت کې خلکو د ملايانو خبرې بې بنياده او دروغ بللې ،خو لس کاله مخکې هر څه په رښتيا بدل شول.

د شپې له خوا د خلکو کورونه ته اوښتل ، په ناموس باندې تېری ، په سپيو داړل ، په چورلکو کې د کليوالو مېرمنو وړل ، د مور په مخکې د زامنو وژل په ماينونو الوزول ، په مياشتو مياشتو تري تم کېدل د وهلو او ډبولو سره خو لا له وړاندې افغانان بلد وو، د امريکا دې کړنو په لوی لاس جنګ ته لاره هواره او خلکو د خپلو ملايانو خبرو ته د عمل جامې ور واغوستې ،نه يوازې دا چې ځوانان د جګړې ډګر ته و دانګل بلکې سپين ږيرو ، ښځو هم تر خپلې وسې پورې په دې جګړه کې د طالبانو په ملاتړ اخلاص وکړ ان تر دې چې خپله ګاڼه يې خرڅه کړه او طالبانو ته يې يو څه ورباندې واخيستل او بالاخره جګړې دومره زور واخيست چې طالبانو جبهه يي جګړې ته مخه کړه او د ولسواليو او ولايتونو تر سقوط پورې هم خبره ورسېده.

په دې جګړه کې نه يوازې دا چې نظامي افغانانو ته مرګ ژوبله واوښتله بلکې په زرګونه ملکيان يې هم د وير په ميدان کښېنول ، خو له کومه چې امريکې د طالبانو سره د مذاکراتو په اړه ويلي دي د جګړې زور هم کم شوی دی او طالبان هم تر ډېره بريده د جبهه يي جګړې څخه لاس اخیستی، او کله چې طالبانو په قطر ، روسيه ، متحده عربي اماراتو، د امريکايي پلاوي او افغان مشرانو سره په خبرو کې د افغان حکومت سره د خبرو کولو څخه په تکرار سره کلک انکار وکړ ، حکومت يې هم ناهيلی کړ او غوسه يې را وپاروله او خپلو شپنيو عملياتو ته چې زياتره قربانيان يې ملکيان دي زور ورکړ او په لوی لاس د سولې د خبرو په وړاندې خنډ جوړوي او نه غواړي چې د سولې هغه خبرې چې اوس يې تيار چوکاټ جوړ شوی دی نتيجه ورکړي.

په کليو او بانډو کې اوس تازه تازه داسې تحرکات پيل شوي دي چې لس کاله وړاندې د امريکا په وړاندې طالبانو د کليوالو په مټ پيل کړي وو. نو که حکومت رښتيا هم سوله غواړي او د افغانانو د درد احساس لري، که غواړي چې افغانان په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي نو شپني عمليات دې ودروي او ملکي وژنه دی بس کړي .

ملکيان بې ګناه دي ، دوی نه د حکومت او نه هم د طالبانو زور لري ، دوی عاجز دي ، دواړې خواوې ( طالبان، حکومت) که هر څه وغواړي پر ملکيانو يې کولی شي ، پر دواړو غاړو غږ کوو چې ملکي وژنه دې بس کړي.

لیکوال: سلطان محمد اریا