fbpx

قریشي: ګاونډیان په دې هڅه کې دي چې پاکستان په نړۍ کې یوازې کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزریر شاه محمود قریشي ویلي، افغانستان او نور ګاونډي هېوادونه بې بنسټه پر پاکستان داسې تورونه پورې کوي چې هیڅ حقیقت نه لري.

پاکستان هند سره د پراخ کړکېچ وروسته په دې ویره کې دی چې په نړۍ کې یوازې پاتې نه شي قریشي نن ویلی ګاونډیان هڅه کوي چې پاکستان ټولې نړۍ ته د یو ترهګریز هېواد په توګه ور وپېژني د ده په خبره ګاونډیان په دې ډول څرګندونو سره هڅه کوي پاکستان په نړۍ کې یوازې پرېږدي.

 هغه نن پنجاب کې یوې غونډې ته په خبرو کې ویلي، ګاونډي هېوادونه په تېره بیا افغانستان تل د خپلو ستونزو او ناکامیو بار د پاکستان پر اوږو اچوي او په حقیقتونو سترګې پټوي چې دا چاره نه یوازې ګټه نه لري بلکې ستونزې لا ډېرولی شي.

هغه زیاته کړه، افغانستان، هند، ایران او چین په دې وروستیو کې هڅې پیل کړې دي څو پاکستان په نړۍ کې یوازې کړي خو په وینا یې دوی د ترهګرو پر وړاندې تل مبارزه کړې ده او نړۍ د دوی د لاسته راوړنو او مبارزو شاهده ده.

په اوس وخت کې د پاکستان او هند ترمنځ سخت کړکیچن حالت روان دی دواړه هېوادونو پر یو بل د بریدونو لړۍ هم پیل کړې، وخت ناوخت پر یوبل بریدونه هم کوي .هند د ټولې نړۍ غوښتي چې د پاکستان حکومت مخه دې نور ونیسي ځکه دوی په ښکاره او په ازاده توګه د ترهګرو ملاتړي دي.

بلخوا د پاکستان نږدې هېواد چین چې ورسره سوداګریزه راکړه ورکړه هم په پراخه کچه لري له پاکستانه یې غوښتي چې نور دې د ترهګرو ډلو د ملاتړه لاس واخلي.

همداراز  افغان حکومت تر څنګ امریکا او ایران هم څو ځل د پاکستاني حکومته غوښتي چې په خپل هېواد کې دې ترهګریزو ډلو ته ځای نه ورکوي خو لاهم  دې هېواد په دې ډول کړنو لاس پورې کړی دی.

د یادونې وړده چې د هند او پاکستان ترمنځ اوسنی سخت کړکیچن حالت ممکن نور هم پیچلی شي او لا هم د جګړو لړۍ ډیره شي.