fbpx

سوله چاسره وکړو؟

افغان ولس چې په نړۍ کې د خداى (ج) پرته بې سرپرسته ولس دى، کلونه کېږي چې انسان خواره، بې رحمه او بې وجدانه زورواکي يې په بې رحمه او ځناورانه توګه وژني، که ځان د افغانستان غمخور ګڼي او که دښمن ورسره يو شان چلند کوي.

هغه افغانان چې واک او پلاستيکي زور لري، د خپلو خېټو د ډکېدا او عيشونو د له منځه تلو له ويرې پټه خوله ناست دي، دا خو پرېږده چې دفاع يې وکړي، بلکې غندنه يې هم نه شي کولاى. هغوى خپل ايمانونه په ډالرو وپلورل، څوک چې له ايمانه بې برخې وي، د هغوى او غېرت او ننګ ترمنځ  ميترونه واټنونه وي.

اى خواره او ويده ولسه! که خپله ونه پاڅئ او د خپل ځان غم پخپله ونه خورئ، نو که سوله راشي او کنه له تاسو سره به همداسې کړنې دوام لري. پاڅئ او هر بې وجدانه، که د لږ واک څښتن وي، که د ډېر، تر ګرېوان ونيسئ او د خپلو وينو پور ترې واخلئ او يا خو يې له دې پاکې خاورې د هغوى مردارې او ناولې څېرې ورکې کړئ.

که دومره قربانۍ مو د دې مردارو په مقابل کې ورکړې واى، لکه چي دوى مو په مظلومانه شکل وژني، نو نن به د نړۍ يو بې ساري ازاد ملک واى. که هر څومره ناوخته لاس په کار کېږو، هغومره به مو تلفات زيات وي.

په وردګو، جلال اباد، له دې وړاندې فراه او روزګان او نورو سيمو کې موږ د کوم جرم له مخې په ډلييزه توګه ووژل شو. زموږ ودونه، مسجدونه، کورونه، مجلسونه مسٶن نه دي، موږ له امن نه بې برخې يو، موږ ژوند څه کوو، موږ مشر او کشر څه کوو، چې زموږ په عزت او ابرو لوبې کېږي، زموږ مېرمنې سرتورې شوې، زموږ بچي يتيمان شول، ميندې مو بورې شوې، نور څه راپاتې دي چي لا انتظار يو؟

موږ د سولې انتظار يو، سوله د چا لپاره غواړو؟ موږ سوله چا سره وکړو؟ کوم څوک پاتې شو چې موږ يې په ډلييزه توګه نه يو وژلي. خپلو سره سوله وکړو؟ که پردو سره؟ له واکدارو سره سوله وکړو؟ که له بې واکو سره؟ له دننيو سره سوله وکړو؟ که د باندنيو سره؟. چا نه يو وژلي او څوک مو نه وژني او په کوم حالت کې نه يو وژل شوي؟

موږ هيڅوک نه غواړو، د خداى په خاطر موږ مه وژنئ. زموږ له وژلو لاس واخلئ، موږ ژوند کولو ته پرېږدئ. الله (ج) مو داسې بچي درباندې وژړوي، لکه د وردګو او جلال اباد، د خداى په قهر ککړ شئ.

اى مشرانو! دا تاسو څنګه مشران ياست، بس کړئ نور نو مه په دې ولس او مه په دې وطن لوبې کوئ. ټول ژوند مو په غلامۍ او سرټيټۍ کې تېر کړ، موږ مو هم در په دره کړو، ومو شرمولو او ځانونه مو هم. تاسو چې واک نه لرئ نو د ولس پر حال خو رحم وکړئ. تاسو نه ډالرو د خداى ويره، عذاب، قيامت او مرګ هر څه هېر کړي دي. تاسو نه مشران ياست او نه واک لرئ، تاسو غلامان ياست، خو ټول ولس په غلامۍ کې مه اچوئ، افغان يو غېرتي ولس دى، د ننګونو تاريخونه لري.

لږ له عقله کار واخلئ، سبا به مړه ياست بيا به خپل خداى او دې ولس ته څه ځواب ورکوئ؟ د دې غلامۍ پر ځاى له ولسه د نن کار واخلئ، پاڅئ او خپل وقار او ازادي وګټئ، چې سبا نه تاريخ او نه ولس ته ټيټې سترګې ياست، د خپلو نيکونو لار تعقيب کړئ، له خدايه ووېرېږئ دا هر څه پاتېدونکي دي.

لوى احمدشا بابا، ميرويس خان نيکه، غزنوي او نورو هغه باتورو نيکونو مو څه کړي او تاسو څه کوئ، کوم څوک له مرګه خلاص شوى او کوم څوک تر قيامته پر واک پاتې شوى، ستاسو له منځه څومره کسان ولاړل، مجددي څه شو، ډاکټر نجيب، ظاهر شاه، رباني، فهيم، مسعود او داسې ډېر نور چې ستاسو د څنګ او د عصر واکداران و  څه شول، بس کړئ له خدايه وډار شئ او د دې يتيمو له اهونو ووېرېږئ، نورمو له وژلو لاس واخلئ.

ليکوال : جماليار