fbpx

په لومړي ځل نرښځى د لومړي وزير څوکۍ ته نوماند شوى

د ډېرو جزيرو درلودونکى هېواد تايلېنډ چې په ټوله نړۍ کې د چکر لپاره يو پېژندل شوى هېواد دى، کې د مارچ په ٢٤مه نېټه ټاکنې ترسره کېږي. دې ټاکنو ته د ټولې نړۍ سترګې دي، ځکه دا ټاکنې د ٢٠١٤ کال د پوځي کودتا نه وروسته په لومړي ځل ترسره کېږي او په دې ټاکنو کې د اوسني لومړي وزير تر څنګ په ٢٠١٤ کال کې پر حکومت کودتا کوونکى پخواني د پوځ مشر پريوته چينچوا هم د لومړي وزير څوکۍ ته نوماند دى.

د شاهي کورنۍ شهزادګۍ ٦٧ کلنې اوبولرتنا ماهيدول هم غوښتل چې د لومړي وزير څوکۍ ته ځان کانديد کړي، خو د هغې ورور پاچا ماها وجيرالونګ د هغې په ټاکنو کې برخه اخيسته غېر قانوني وګرځول او پر هغې سياست ته په راتګ بندېز ولګاوه، خو تر ټولو خوندوره خبره دا ده، چې په تايلېنډ کې په لومړي ځل يو نرښځى هم د لومړي وزير څوکۍ ته نوماند دى.

دا نرښځى چې ٤٩ کاله عمر لري او پالينى ګارپرنګ نومېږي، غواړي چې دا ځل په ټاکنو کې د تايلېنډ د لومړي وزير څوکۍ لپاره مېدان ته راکوز شي.

د سنګاپور (سټرېټ ټايمز) رسنۍ د يو خبر په حواله، ٤٩ کلن پالينى ګارپرنګ په تايلېنډ کې لومړنى نرښځى دى، چې په د وزيراعظم د څوکۍ لپاره د مارچ په ٢٤مه په ټاکنو کې نوماند دى.

په راپور کې ويل شوي دي، چې د پالينى سربېره ٢٠ نور هيجړاګان يا نرښځيان کسان هم په ټاکنو کې برخه اخلي، خو هغوى د لومړي وزير د څوکۍ لپاره نه دي ولاړ، د لومړي وزير د څوکۍ لپاره په لومړي ځل همدغه يو نرښځى نوماند شوى دى.پالينى هيجړا ٢

پالينى ګارپرنګ د برېتانوي رسنۍ سره په خبرو کې وويل، چې غواړي په تايلېنډ کې تاريخ جوړ کړي، خو هېواد يې د هغې د قبلولو لپاره لا هم تيار نه دى. هغه وايي چې په تايلېنډ کې په سياست کې نه هم ښځو ته هغه مقام ورکړل شوى دى، کوم چې ورکول پکار و او نه نرښځيانو ته، هغه وايي چې د دې ځاى ولس تراوسه د دې لپاره نه دى تيار، چې ښځې دې په سياست کې کردار ولوبوي.

پالينى ګارپرنګ د بشري حقونو او د برابرۍ غږ پورته کوونکي ګوند ((مهاچون ګوند)) څخه د لومړي وزير څوکۍ ته نومانده شوې ده. دې ګوند دوه کسان نور هم نوماندان کړي دي او دا ځل دا ګوند د لومړي وزير د څوکۍ لپاره درې نوماندان لري.

د مهاچون ګوند تر دې مهاله پورې پالينى ګارپرنګ ته په لومړي نظر نه ګوري، خو د ګوند مسوولين وايي، چې که چېرته پالينى ګارپرنګ ښې رايې ترلاسه کړې، نو دوى به يو نرښځى د هېواد لومړى وزير کړي او په تايلېنډ کې به تاريخ جوړ کړي.

ياده دې وي چې پالينى ګارپرنګ په لومړي ځل د يو خبريال په توګه کار پيل کړ، هغه د تايلېنډ په نوموتو خبريالانو کې شمېرل کېږي. همدا راز د لوبو يا سپورټ لپاره يې هم ډېرې هلې ځلې وکړې، چې ښه نوم يې پکې وګټلو.

پالينى ګارپرنګ چې د ماشوموالي نه يې ځينې جنسي ستونزې درلودې، خو په وروسته عمر کې يې عمليات وکړل او خپل جنس ته يې بدلون ورکړ، چې اوس هغه نرښځى دى يا ښځينه مخنث دى.