fbpx

اسدالله خالد: د خاورې اصلي مالکان امنيتي ځواکونه دي

د افغانستان دفاع وزارت سرپرست وزير امنيتي ځواکونه ته وويل، چې د خاورې اصلي مالکان تاسې ياست، له دې خاورې په مېړانه دفاع وکړئ. هغه دا خبرې د مارشال فهيم له نظامي پوهنتونه د ٥١٣ کسانو د فراغت په مراسمو کې وکړې.

د دفاع سرپرست وزير، چې نن يې په کابل کې يادې غونډې ته خبرې کولې، امنيتي ځواکونو ته يې وويل چې سوله لومړيتوب دى، خو هغه څوک چې غواړي جګړه وکړي، نو په زغرده يې پر وړاندې ودرېږئ.

هغه همدا راز زياته کړه، چې سوله د ټولو افغانانو هيله ده او هغه کسان چې د سولې اراده لري، دوى يې په کلکه هرکلى کوي او ورته ښه راغلاست وايي، خو که څوک غواړي جګړه وکړي، نو تاسې د خاورې اصلي مالکان ياست، تاسې له خپلې خاورې دفاع وکړئ.

اسدالله خالد نوو فارغ شويو کسانو ته وويل، چې ټول بايد په يووالي او له هر ډول تعصبه پرته د ټولو ترهګرو پر وړاندې پياوړې مبارزه او د افغانستان له ارضي تماميت نه په کلکه دفاع وکړي.

هغه همدا راز د پاکستان په تړاو وويل، چې هغه هېواد چې د افغانانو له برکته ورته اسلام رسېدلى، اوس د خپلو ګټو لپاره د اسلام په نامه خلک غولوي او په دې اسلامي خاوره کې د جهاد فتواوې ورکوي.

هغه وويل چې هر هغه څوک چې د افغانستان د خاورې او ولس پر ضد جنګېږي، تاسې يې پر وړاندې ودرېږئ او له خپلې خاورې څخه دفاع وکړئ.

ياده دې وي چې څه ورځې مخکې د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د سختو اورښتونو له امله سېلابونه او توپانونه راغلي و او واورو هم ډېرې لارې بندې کړې وې، چې امنيتي ځواکونو په ډېره مېړانه ولسي خلک وژغورل. ولس هم امنيتي ځواکونه وستايل او همدا راز دفاع وزارت نه يې مننه وکړه، چې امنيتي ځواکونه په هره سخته کې د ولس تر څنګ ولاړ دي.