fbpx

محب: سوله ډېره اړينه ده او ډېر ژر يې اړتيا ده

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې په خپلو خبرو کې وويل، چې سوله ډېره اړينه ده او ډېر ژر يې اړتيا ده، خو په هر قيمت نه. هغه چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا کې خبرې کولې، وې ويل چې اساسي قانون ته بايد درناوى وشي. هغه همدا راز امنيت شورا ته په افغانستان کې د اداري فساد په اړه هم معلومات ورکړل.

ډاکټر حمدالله محب همدا راز د اداري فساد په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وويل، چې مونږ د اداري فساد پر وړاندې د نه زغم یوه نوې لهجه وټاکله، په ۲۰۱۷ کې د اداري فساد پر وړاندې د ملي سټراټېژۍ له معرفي وروسته، مونږ د خپل هدف نیمايي ته رسیدلي یو او اوس په دې کار کوو چې د اداري فساد نور علتونه وپېژنو او له منځه یې یوسو.

د ملي امنيت سلاکار همدا راز د سولې د خبرو په اړه وويل، چې دوه کاله وړاندې که چا د افغانستان په اړه خبره کوله، د سولې نوم هېچا هم نه اخیسته، هغه وويل چې د ملي یووالي حکومت دا خپل لومړیتوب وګڼه او له خطرونو سره سره یې، د سولې وړاندیز وکړ او نن مونږ عملا په همدې کار کوو.

حمدالله محب همدا راز د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته وويل چې، سوله ډیره اړینه ده او ډېر ژر یې اړتیا ده، خو په هر قیمت نه. هغه زياته کړه چې د افغانستان اساسي قانون ته باید درناوی وشي او همدارنګه د دولت ‌‌‌‌‌‌ډیموکراټيک طرز او منتخب حکومت ته چې ټول د همدې اساسي قانون په دایره کې جوړ شوي دي، باید درناوی وشي. حمدالله محب وويل، د سولې دا پروسه باید ټولشموله وي او د نوي افغانستان استازولي وکړي، نه د یو څو جناحانو تر منځ یوه معامله.