fbpx

د يوې کوڅې خلک له انسټاګرامه په تنګ دي

کله کله يو څوک د ډېرې ښکلا او پاکۍ له امله هم په ستونزو کې راګېر شي، د پېرس د يوې کوڅې له خلکو سره همداسې شوي دي. د تئي کريميکس د کوڅې خلک، چې د ښکلا او پاکۍ له امله يې په انسټاګرام په زرګونو انځورونه خپاره شوي دي، اوس ډېر په تنګ راغلي دي.

دا کوڅه اوسمهال په انسټاګرام کې ډېره زياته مشهوره شوې ده، خو په ځاى د دې چې دا خلک پرې ووياړي، بلکې ځايي ادارې ته يې عريضه کړې ده، چې دې کوڅې ته د بهر نه د راتلونکو خلکو مخنيوى دې وکړي. د دې کوڅې خلکو په انسټاګرام يو داسې اکاونټ هم جوړ کړى دى، چې د بهر نه کوم خلک راځي او دوى ترې په تنګ دي، د هغوى هغه انځورونه هم خپروي، چې د کوڅې خلکو ته سردردى جوړوي.

د کوڅې اوسېدونکو له ځايي ادارې غوښتنه کړې ده چې د دې کوڅې په سر کې دې يوه دروازه جوړه کړي، چې هغه دې د ډېر بېروبار پر مهال، لکه د ماښام پر وخت، د اونۍ په وروستۍ ورځ، د لمر سترګې د راختو او کوزېدو پر وخت بند وي. په دې وختونو کې قدرتي رڼا ډېره ښه وي، نو د انځورونو لپاره هم ډېر ښه وي او په همدغه وختونو کې دلته د انځورونو ويستو لپاره ډېر خلک راځي.

د دې ځاى خلک له انسټاګرامه بېزاره دي او غواړي چې ارامه ژوند وکړي. د دې کوڅې يو تن د فرانس انفو راډيو ته وويل، چې موږ ډوډۍ ته کېنو، نو بهر خلک لګيا شي او انځورونه اخلي، ځينې خو داسې هم وي چې په ساعتونو ساعتونو ويډيوګانې جوړوي او دا زموږ لپاره لوى سردردى وي.

يوې سېلانۍ مس مورټن له برېتانوي رسنۍ سره په خبرو کې وويل، چې ما ډېرى سېلانيان ليدلي، چې د انځورونو اخيستو لپاره سرکونه هم بند کړي، دا يوازې يو ايپليکېشن نه دى، بلکې دا خلک دي چې ستونزې راولاړوي.

هغه وايي، چې يوازې د انسټاګرام لپاره انځورونه اخيستل ستونزه نه ده، کوم خلک چې دا ځايونه نه شي ليدلاى، نو هغوى د دې انځورونو په ليدو خوشحاله شي، خو د چا شخصي ځايونو ته ورتګ، انځورونه اخيستل او لارې بندول او د يو انځور لپاره سل انځورونه اخيستل او په دغه وخت کې يو چا ته ستونزې جوړول، دا ډېر بد کار دى.