fbpx

طالبانو د ملا عمر د ناستي ځاى انځورونه خپاره کړي

طالبانو د خپل پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند د ناستي د ځاى انځورونه خپاره کړي دي. د دوى په وينا چې په انځورونو کې ښکاره کېدونکي ځايونه هغه دي، چې د دوى مشر ملا عمر پکې خپل وروستي ٧ کلونه او ٥ مياشتې تېرې کړې وې او همدا راز د دوى په وينا چې ملا عمر په همدغه ځاى کې مړ شوى دى.

دا انځورونه وروسته له هغه خپرېږي، چې ليکوالې بيټي ډام په خپل نوي کتاب ((د ملا عمر پټ ژوند)) کې ادعا وکړه چې ملا عمر د ژوند وروستي کلونه په زابل کې د امريکا د يوې اډې په پنځه کيلوميټرۍ کې اوسېدلى دى.

د ارګ له خوا بيا په يوه خپره شوې اعلاميه کې دا خبره په کلکه رد شوې، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر دې په افغانستان کې اوسېدلى وي، بلکې ويل شوي دي چې هغه په پاکستان کې اوسېده.

همدا راز مخکې دا خبره کېده، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر د پاکستان د کراچۍ په ښار کې و، چې همغلته يې په روغتون کې ساه ورکړې وه، خو د هغه د مړينې خبر ډېر وخت وروسته رسنيز شو.

د ملا عمر کوټه
طالبان وايي، د دوى مشر د ژوند وروستي کلونه دلته تېر کړي

د طالبانو له خوا چې کوم دوه انځورونه خپاره شوي دي، په هغې کې په يو انځور کې د خاورو يوه خامه کوټه ښکاري او په بل انځور کې، چې د طالبانو په وينا، د ناستي ځاى يې و، د کوټې منځ دى، چې پکې يو تخت، يو زوړ کولر او همدا راز يوه بخارۍ هم ليدل کېږي.

د ملا عمر کوټه
طالبان وايي، د دوى مشر ملا عمر همدلته وفات شوى دى.

خو طالبانو دا نه دي ويلي، چې دا انځورونه د کوم ځاى دي، ايا دا په رښتيا هم زابل دى او که نه له هېواده بهر کوم ځاى دى، چې د دوى مشر پکې د ژوند وروستي ٧ کلونه او ٥ مياشتې تېرې کړي دي او بيا همدلته وفات شوى دى.

د بيټي ډام په دغه نوي کتاب کې ادعا شوې، چې ملا محمد عمر په افغانستان کې د امريکا د يوې اډې سره نږدې اوسېده، خو د د ولسمشر غني وياند هارون چخانسوري بيا په يوه ټويټ کې دا خبره په بشپړ ډول رد کړې او ويلي يې دي چې دا د طالبانو او د هغوى د بهرنيو ملاتړو د هويت جوړولو يوه هڅه ده. هغه وايي چې موږ کافي ثبوتونه لرو چې ښيي هغه په پاکستان کې اوسېدلى او هملته مړ شوى دى.