fbpx

د هرات څخه هند ته هوايي دهلیز پرانستل شو

 

نن د هرات له هوايي ډګره هندستان هېواد ته په لومړي ځل د افغان توکو صادرات ترسره شول چې په اقتصادي برخه کې د افغانستان لپاره بله لاس ته راوړنه کیدایشي.

د مارچ په اومه نېټه د هرات ولایت د سوداګرۍ خونې  خبر ورکړ چې له هرات ولایت څخه به هندستان ته هوايي د هلېز پرانستل شي دو ویلي وو چې په اقتصادي برخه کې په ټوله کې هېواد او بیا  هرات ولایت ته ډېره ګټه کوي.

ددې ولایت د سوداګرۍ خوني چارواکو ویلي وو، چې ددې دهلېز له لارې به زیات شمېر افغاني محصولات تولیدات د هندستان تر بازارونو ورسیږي.

له هرات څخه د هوا له لارې د افغانۍ صادراتو لومړۍ جوپه به ډېر ژر د هندستان نوي ډیلي ته ورسیږي او دوی کولای شي له دې وروسته وچه مېوه او زعفران هم  له دې لارې هندستان ته واستوي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې او صنعت وزارت مرستیال اجمل حمید عبدالرحیمزي خبریالانو وته وویل چې د هرات ـ ډیلي ترمنځ د هوايي صادراتي دهلیز پرانستل د افغانستان د دولت له مهمو هدفونو او پلانونو څخه وو، ترڅو له دې لارې خپل اقتصاد ته وده ورکړي او له دې لارې افغانستان د سیمې له هېوادونو سره ونښلوي.

 

نوموړي وویل چې د دغه هوايي دهلېز له لارې د افغانستان خصوصي سکټور د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نښلول کېږي.

د دغه دهلېز له لارې هند ته د افغانستان د زعفرانو او وچې مېوې تر څنګ نور صادرات هم استول کېدای شي.

افغان حکومت وايي، اوس افغانستان له اقتصادي پلوه د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره نوې لارې او ټرانزیت لري چې کولای شي له دې لارې خپل کورني عاید پوره کړي او د اقتصاد له پلوه یو مخ پروده او پرمختللو هېوادونو په قطار کې راشي.