fbpx

هلمند کې (الویرا) د کوکنارو ښه بدیل دی

افغانستان د مخدره توکو د تولید او کارونې  برخه کې د نړۍ په کچه کله لومړی او کله هم دوهم مقام کې راځي افغان دولت ادعا کوي چې د مخدره توکو په وړاندې مبارزه يې لومړیتوبونو کې ده

د افغانستان په کور دننه کې هلمند هغه ولایت دی چې کروندګر یې ترډېره د کوکنارو کرکیله کوي او تر اوسه ددې بوټي د بدیل په هکله فکر نه وو شوی خو اوس تازه د دې ولایت د کرنې ریاست مسؤلین وايي کوښښ کوي چې د الویرا په نوم دطعبي بوټي کرکیله د کوکنارو بدیل کړي.

د کرنې ریاست چارواکي وايي الویرا بوټی د کروندګرو لپاره د کوکنارو ښه بدیل کیدایشي او دوی به کوښښ وکړي ترڅو په هلمند کې ددې بوټي کرکیله دود کړي

یاد چارواکي وايي چې الویرا بوټي په نورو ولایتونو کې ښه نتیجه ورکړې او دوی هم هڅه کوي چې د یاد بوټي په کښت سره په دغه ولایت کې د کوکنارو د کر کیلي کچه راټیټه کړي.

د هلمند ولایت د کرنې رئیس انجنیر زلمی الکو وویل چې دغه بوټي يې  په بېلګه ایزه توګه لښکرګاه کې کرلې او کوښښ به وکړي چې ددې بوټي د ګټو په هکله خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي

ښاغلي الکو زیاته کړه چې د دغه بوټي د کرلو په اړه عامه پوهاوی به تر ولسوالیو هم وغځوي تر څو خلک د کوکنارو د کښت پر ځای د الویرا طبي بوټي کرکیلي ته مخه کړي.

د هلمند د کرنې مسؤلین وایي د الویرا بوټي کرکیلي په نورو ولایتونو کې اغېزمنه نتیجه ورکړې او دوی اوس کوښښ کوي ترڅو خلکو ته د نورو  بوټو سره سره الویرا بوټي معرفي کړي او هڅه به وشي چې دلته د کوکنارو ښه بدیل ولرو.

الویرا یا “آلوئه ویرا” یو طبي بوټی دی چې د هغه له محصول څخه د پوستکې د ښکلا، معدې او خولې ناروغیو، د مسمومیت ضد او سر ورېښتانو ناروغیو په درملنه کې ورڅخه استفاده کېږي.